د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي که نړیواله ټولنه د ایران په اتومي تاسیساتو باندې د اسرائیل د ګواښونه مخه ونه نیسي، تهران به د دغو تاسیساتو د حفاظت لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.
اسرائیل اندېښنه لري چې ممکن ایران له دغو تاسیساتو څخه د اتومي بمونو په جوړولو کې کار واخلي.
عراقچي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) د خپل ایکس په حساب کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې «د اسرائیل د ګواښونو د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي او که مهار نه کړای شي، ایران به مجبور شي د خپلو اتومي تاسیساتو او موادو د دفاع لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.»
عراقچي داسې مهال دا خبرې کوي، چې ټاکل شوې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د مذاکراتو پنځمه دوره د جمعې په ورځ په روم کې پیل شي.
متحده ایالتونه، اسرائیل او ایتلافیان یې ایران تورنوي چې له ډېر پخوا راهېسې د خپل ملي اتومي پروګرام په پلمه، د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي. ایران دا تورونه ردوي.
ایران په وروستیو کې په خپلو ځینو اتومي تاسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو پروګرام تر داسې اندازې پورې رسولی، چې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو ترلاسه کولو ته یې نژدې کوي، چې د اتومي پروګرامونو د اهدافو لپاره کارول کېږي.
متحده ایالتونه له ایران څخه غواړي چې د یورانیمو غني کول بند کړي، خو تهران وایي چې له امریکا سره د تړون یا له تړون پرته به دا پروګرام روان ساتي.
اسرائیل د ایران مکررو ګواښونو ته په کتو، په اتومي وسلو مجهز تهران د خپل وجود لپاره خطر بولي.
اسرائیل او متحدو ایالتونو ګواښ کړی، که تهران د خپلو اتومي فعالیتونه په بشپړ ډول ونه دروي، په پوځي تاسیساتو باندې به یې بریدونه وکړي.
د اسرائیل دوو سرچېنو یوې امریکايي رسنۍ اکسیوس ته ویلي دي، که د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه خبرې ناکامې شي، اسرائیل د ایران په اتومي تاسیساتو باندې د چټک برید تابیا نیسي.
سپینې ماڼۍ او اسرائیل لا د اکسیوس او سي ان ان د دغو راپورونو په اړه کومه رسمي تبصره نه ده کړې.
فورم \ دبحث خونه