په راتلونکې اونۍ کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند د مذاکراتو لپاره د متحده ایالتونو د چمتوالي په درشل کې، د اسرائیل هوايي او ځمکنیو ځواکونو د جمعې په ورځ [ اپرېل ۱۰مه] په لبنان کې د حزب الله د ترهګرې ډلې په تاسیساتو نورې بمبارۍ کړې دي.
د اسرائیل لومړي وزیر بېیامین نتنیاهو ويلي چې په واشنګټن کې مذاکرات به د ایران د ملاتړ څخه د برخمنې ډلې حزب الله په "بې وسلې کولو تمرکز وکړي " او د "اسرائیل او لبنان ترمنځ سوله ییزې اړیکې رامنځته کړي."
د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي چې په لبنان کې د روان وضعیت یوازنۍ حل لاره د اسرائیل سره د اوربند کول دي چې په تعقیب یې مذاکرات وشي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې هوايي ځواکونو په لبنان کې د حزب الله ۱۲۰ هدفونه ویشتي دي او ځمکنیو ځواکونو د حزب الله په راکټي وسایطو او تونلي تاسیساتو بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.
اسرائیل د حزب الله د راکټي بریدونو په ځواب کې خپل پوځي عملیات د اپرېل په میاشت کې په داسې وخت کې پیل کړل چې متحدو ایالتونو او اسرائیل د ایران په ترهګر رژیم بمبارۍ کولې. متحدو ایالتونو په ۱۹۹۷ کال کې د حزب الله ډله د بهرنیو ترهګرو په لېست کې شامله کړه.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ کړکېچ، په لبنان کې بشري بحران لاپسې زیات کړی او لدې کبله ګڼ خلک د خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ وویل چې لبنان د خوړو د نشتون له ناورین سره مخ دي.
فورم \ دبحث خونه