د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل رشیده طلیب ته لویدیځې غاړې ته د سفر اجازه ورکړه


د اسرئیل د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د میرمن طلیب غوښتنه یې د بشري‌ خواخوږۍ په اساس منلې
د اسرئیل د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د میرمن طلیب غوښتنه یې د بشري‌ خواخوږۍ په اساس منلې

د اسرائیل د کورنیو چارو وزارت وایي د متحدو ایالتونو د کانګرس د مسلمانې غړې رشیده طلیب هغه غوښتنه یې منلې چې غواړي لویدیځې غاړې ته ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (اګست۱۵) د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې رشیده طلیب او د کانګرس بله مسلمانه غړې الهان عمر ته اجازه نه ورکوي چې هغه هېواد ته سفر وکړي.

خو اوس د اسرئیل د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د میرمن طلیب غوښتنه یې د بشري‌ خواخوږۍ په اساس منلې ده.

د دغه وزارت یوه اعلامیه وایي چې رشیده طلیب،‌ چې کورنۍ یې فلسطینۍ ده، غواړي چې په لویدیځې غاړې کې د خپلې ۹۰ کلنې انا لیدو ته ورشي.

د اسرائیل د کورنیو چارو وزارت رشیده طلیب ته یوه منسوب لیک هم خپور کړی دی. په لیک کې د هغې له خولې لیکل شوي دي‌ چې د اسرائیلو بندیزونو ته درناوی کوي او لویدیځې غاړې ته به د سفر پر مهال "د اسرائیل د غندلو تبلیغ نکوي."

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ هم له اسرائیلو غوښتي وو چې الهان عمر او رشیده طلیب ته اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي.

امریکايي مطبوعات وايي چې ټاکل شوې وه چې د کانګرس دغه دوې مسلمانې غړې د یکشنبې په ورځ (اګست۱۸) اسرائیلو ته ولاړې شي.

دوې پلان درلوده چې " حرم الشریف" ته هم ورشي. همدغه راز دوی پتېيلي وه چې لویدیځې غاړې، بیت الحم، او هیبرون ښارونو ته هم ولاړې شي او همدغه راز د اسرائیلو او فلسطینیانو دسولې د حرکتونو له فعالانو سره هم وویني.

XS
SM
MD
LG