د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس پر مسلمانو غړو اسرائیلو ته په ورتګ بندیز ولګېد


الهان عمر او رشیده طلیب د امریکا د کانګرس یوازینۍ مسلمانې غړې ددي
الهان عمر او رشیده طلیب د امریکا د کانګرس یوازینۍ مسلمانې غړې ددي

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت وایي د متحدو ایالتونو د کانګرس دوې مسلمانې غړې، الهان عمر او رشیده طلیب ته به اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي "پرېکړه وشوه چې هغوې ته به اجازه نه وي چې اسرائیلو ته ننوځي."

د رویټرز خبرې آزانس وایي د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیپي هوتویليدغه اعلان د پنجشنبې په ورځ (اګست۱۵) وکړ. تر دغه اعلان مخکې ولسمشر ټرمپ هم له اسرائیلو غوښتي وو چې الهان عمر او رشیده طلیب ته اجازه ورنکړي چې دغه هېواد ته ورشي.

هغه مهال په متحدو ایالتونو کې د اسرائیلو سفارت ویلي وو چې د کانګرس مسلمانو غړو ته به اجازه ورکړی چې اسرائیلو ته سفر وکړي، خو د دغه هېواد حکومت دغه پرېکړه نن بیرته واخیستله.

امریکايي مطبوعات وايي چې ټاکل شوې وه چې د کانګرس دغه دوې مسلمانې غړې د یکشنبې په ورځ (اګست۱۸) اسرائیلو ته ولاړې شي.

دوې پلان درلوده چې " حرم الشریف" ته ورشي. همدغه راز دوی پتېيلي چې لویدیځې غاړې، بیت الحم، او هیبرون ښارونو ته هم ولاړې شي او همدغه راز د اسرائیلو او فلسطینیانو دسولې د حرکتونو له فعالانو سره هم وویني.

د رشیده طلیب یو پلان دا هم و چې په فلسطین کې د خپلې انا لیدو ته هم ورشي او هلته دوې ورځې پاتې شي. رشیده په خټه د فلسطین ده. دوی دواړې د اسرائیلو کلکې منتقدینې دي.

XS
SM
MD
LG