د لاس رسي وړ اتصالات

یو فلسطيني دوه اسریلیان ووژل


د اسرایلو پولیسو یو فلسطینی له دې کبله وژلی دی چې په وینا یې په بیت المقدس کې په خلکو ډزې کړي دي او لږ تر لږه دوه اسرایلیان یې وژلي دي.

په وژل شویو کې یوه ښځه او سړی شامل دي. اسرایلی چارواکي وايي چې برید کونکی د یکشنبې د ورځې په برید کې لږ ترلږه شپږ کسان زخمیان کړي هم دي.

پولیس وايي چې ٣٩ کلن فلسطینی د بیت المقدس د ختیځې برخي اوسیدونکی و، تراوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

تېرکال د تشدد په پېښو کې ٢٠٠ څخه زیات فلسطنیان او ٣۴ اسرایلیان ووژل شول.

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ وخت ناوخت شخړې کیږي، چې دواړه خواو زیان اوړوي.

XS
SM
MD
LG