د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل بیت المقدس کې په لوډسپیکرونو کې د اذان غږ ټیټوي


ترکیه وايي په لاډسپیکرونو کې په لوړ غږ اذان کول د مذهب د ازادۍ خلاف دی
ترکیه وايي په لاډسپیکرونو کې په لوړ غږ اذان کول د مذهب د ازادۍ خلاف دی

ترکیې د اسرایلو هغه قانوني لایحه غندلې چې غواړي په بیت المقدس کې په لوډسپیکر کې په لوړ غږ اذان ونشي. ترکیه وايي چې دا کار د منلو نه دی.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان کرتولموس د کابیني له اونیزې غونډې وروسته د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اسرایلو دا وړاندیز د مذهب د ازادۍ او د بیت المقدس د تاریخ چې ګڼ دود او مذهب لري خلاف کار دی.

نوموړي وویل په الاقصی او نورو جوماتونو کې په لوډسپیکر کې په لوړ غږ اذان کولو باندې محدودیت د منلو نه دی.

اسوسیټډپرس وايي په اسرایلو کې د دغه بندیز پلویان وايي دا کار د ژوند د معیار د لا ښه کولو لپاره کوي، په دې مانا چې په لوډسپیکر کې په لوړ غږ اذان ښايي د نورو مذهبونو د خلکو خوښ نشي او یو ډول نه یو ډول مزاحمت یې وکړي.

مګر دغلته عرب اقلیت فکر کوي چې کار به دوې نور هم ګوښه کړي. دا کار یوازې په اسرایلو کې نه کیږي، په نورو اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم چې مسلمانان یې اقلیت دي، په جوماتونو کې په لوډسپیکر کې په لوړ غږ اذان نه کیږي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي دواړه هېوادونه د سفارتونو په کچه د اړیکو د عادي کولو لپاره چمتوالی نیسي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکې مخ په عادي کېدو دي.

د دوی ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال خرابې شوې چې د اسرایلو سمندري ځواکونو له ترکیې نه غزې ته په مرستو بار بېړۍ برید وکړ او څو ترکان یې ووژل. اسرایلو پر حماس د فشار راوړلو په خاطر پر غزې بندیز لګولی و.

XS
SM
MD
LG