د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د فلسطین او اسرائیل مشرانو په "اصولو" کې موافقه کړې چې په مسکو کې به سره ګوري او پدې سره به د منځني ختیځ د سولې خبرې چې شاوخوا دوه کاله کیږي، په ټپه ولاړې دې، بیرته پیل شي.
د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو او د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس تر منځ د نظر اختلافات دومره زیات دي چې د کارپوهانو په وینا ښایي دغه ملاقات به ونشي او که وشي هم، چندانې نتیجه به ورنکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي دي چې ښاغلي عباس او ښاغلي نیتن یاهو په مسکو کې د ملاقات بلنه منلې خو د ملاقات نیټه تر اوسه نده مشخصه شوې.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د مسکو هڅې د نږدې نه څاري او د اسرائیل او فلسطین د مشرانو په منځګړیتوب کې به د روسیې د هڅو ملاتړ وکړي.
مسکو پخوا د منځني ختیځ د هیوادونو په مسایلو کې چندانې علاقه مندي نه درلوده خو اوس داسې ښکاري چې غواړي هلته د مشر نقش ادا کړي. د بیلګې په ډول دغه هیواد د ایران سره ملګرتیا زیاته کړه او د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د ملاتړ لپاره یې پوځ او جنګي جیټ الوتکې هم واستولې.
د فلسطین مشرانو غوښتي دي چې د خبرو د پیل کیدو نه مخکې دې په لویدیځه غاړه کې د ناقلو هیوادونو لپاره د کورونو جوړول بند شي او د هغو بندیان دې خوشې شي چې په تیرو ملاقاتونو کې یې ژمنه شوې وه.
خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو بیا دغه شرطونه رد کړیدي او پدې ټینګار کوي چې خبرې دې د کوم قید او شرط نه بغیر پیل شي.
د نیتن یاهو یو ویاند ډیوډ کیز ویلي دي چې که چیرته د فلسطین ټول مشران دا ومني چې د ملاقات لپاره د مخکې نه کوم شرط نلري، صدراعظم نیتن یاهو دیته چمتو دی چې د هغوي سره خبرو ته کښیني.
فلسطینیان غواړي چې په لویدیځې غاړې، غزې تړانګې او ختیځ بیت المقدس کې خپلواکه دولت جوړ کړي. دا هغه سیمې دې چې اسرائیل د 1967 میلادي کال په جګړې کې د عربانو نه نیولي دي.
سره لدې چې فلسطینیان ادعا کوي چې نړیواله ټولنه د هغوي سره پدې هلو ځلو کې ملاتړ کوي خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو بیا دا مني چې د فلسطینیانو سره په هغو سرحدونو خبرې وکړي چې د جګړې نه مخکې و.