د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو ستره محکمه د بندیانو د تبادلې پرضد شکایتونه قبولوي


د اسرایلو ستره محکمه د بندیانو د تبادلې پرضد شکایتونه قبولوي
د اسرایلو ستره محکمه د بندیانو د تبادلې پرضد شکایتونه قبولوي

د اسرایلو ستره محکمه به نن د هغو اسرایلیانو پر عریضو او نیوکو باندي غور وکړي چې د ګیلات شلیت د آزادیدو په بدل کې یې د سلګونو فلسطیني بندیانو په هکله درج کړي دي.

د هغو کورنیو وکیلان چې د فلسطینیانو په بریدونو کې یې خپلوان وژل شوي دي نن د دوشنبې په ورځ به د ورستي ځل دپاره هڅه وکړي چې د حقوقي لارې نه د حماس د ډلې سره د بندیانو د تبادلې مخه ونیسي.

د یکشنبې په ورځ د اسرایلو سترې محکمې د شالیت د کورنۍ هغه غوښتنه ومنله چې د هغه د قضیې په هکله یې کړې وه. د شالیت کورنۍ خبرداری ورکړی چې د زوی د آزادیدو د حساسې شیبې سره باید لوبه ونشي.

د دینه مخکي پخواه هم د اسرایلو محکمې هغه غوښتن لیکونه رد کړي دي چې د فلسطینیي بندیانو د تبادلې د مخنیوي په برخه کې شوي وو.

اسرایلو ټول هغه ۴۷۷ بندیان چې د شنبې په ورځ به آزادیږي، د نیګیو دښتې ته انتقال کړي دي. پرون د یکشنبې په ورځ اسرایلو د خپلې بندیخانې په ویب پاڼه کې د بندیانو لست خپور کړ.اسرایلیان ۴۸ ساعت وخت لري چې د دغې پریکړې پرضد خپل شکایتونه درج کړي.

شالیت په کال ۲۰۰۶ کې د غزې په تړانګه کې په یوې نښته کې د حماس د ډلې له خوا ژوندی ونیول شو.

XS
SM
MD
LG