د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې د رفح د ملکي وګړو د تخلیې پلان جوړ کړي


د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.
د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د جمعې په ورځ فبرورۍ نهمه (سلواغې ۲۰) د خپل هېواد پوځ ته امر وکړ چې د غزې د تړانګې له رفح سيمې څخه د سلګونو زرو فلسطيني ولسي وګړو د ايستلو پلان چمتو کړي.

نتنیاهو وروسته له هغې د رفح سیمې څخه د ملکي وګړو د ایستلو امر وکړ چې واشنګټن اعلان وکړ چې په رفح ښار د اسرائیل د ځمکنیو بریدونو ملاتړ نه کوي.

په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیل د جګړې له پیل وروسته، ولسمشر جو بایډن په دې سیمه کې د جګړې د څرنګوالي په اړه پر نتنیاهو سختې نیوکې وکړې.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نتنیاهو د دغه هېواد پوځي او امنیتي چارواکو ته امر کړی چې کابینې ته د ملکي وګړو د ایستلو او د پوځي مرکزونو د ویجاړولو په اړه ګډ پلان وړاندې کړي.

رفح د غزې د تړانګې وروستی مرکز دی چې په سلګونو زره فلسطینیانو پکې پناه اخیستې او اسرائیلي ځواکونه لا هم دغې سیمې ته نه دي داخل شوي. دا سیمه په عین حال کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې د غزې د تړانګې د ۲.۴ میلیونو نفوسو له جملې څخه ۱،۳ میلیونه کسانو په رفح سیمه کې پناه اخیستې ده.

امریکا چې د اسرائیل نږدې متحد دی، له دغه هېواد سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې واشنګټن د رفح په سیمه کې د ځمکنیو بریدونو ملاتړ نه کوي. دغه وزارت ویلي، که دا ډول پوځي عملیات په دقیق ډول پلان نشي، یو ناورین به رامنځته شي.

ولسمشر بایډن، چې د اسرائیل د صدراعظم له چلند څخه ناراضه دی، د پنجشنبې په ورځ وویل چې نتنیاهو په غزه کې د اکتوبر د اوومې نیټې د بریدونو په ځواب کې "له حده زیات" عمل کړی دی.

بایډن د پنجشنبې په شپه وویل: "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، زه باور لرم چې په غزه کې د [اسرائیل] غبرګون له حده زیات و."

بایډن زیاته کړه: "ډیری بې ګناه خلک شته چې له لوږې مري...ستونزې لري او دا باید ودرول شي."

پدې ترڅ کې د جمعې په ورځ په غزه کې د روغتیا وزارت وویل چې د شپې له خوا د اسرائیل بریدونو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي چې اته یې د رفح په سیمه کې دي.

د فلسطین سره میاشتې ویلي چې د رفح په عملیاتو کې لږتر لږه درې ماشومان وژل شوي او ډیر خلک په خیمو کې ګیر پاته دي او یا هم د سرحد په لور تللي دي.

۶۰ کلن جابر البردیني فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د رفح هیڅ ځای په امن ندی او که اسرائیلي ځواکونه دې سیمې ته داخل شي مونږ به ټول په کورونو کې مړه شو."

خو د اسرائیل پوځ وایي چې ځواکونو یې تیره ورځ "۱۵ ترهګر"د خان یونس په سیمه کې چې د غزې په جنوب کې ستر ښار دی "له منځه" وړي دي.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل په پوځي بریدونو کې د څه دپاسه ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

په تېرو څلورو میاشتو کې حماس او اسرائیل یوازې یو ځل د یوې اوونۍ لپاره اوربند کړی و، چې په ترڅ کې یې حماس تر ۱۰۰ ډېر یرغمل خوشې کړل. اسرائیلي مقامات وايي، حماس لا هم تر ۱۰۰ ډېر يرغمل او په تېرو څلورو مياشتو په جګړو کې د وژل شويو ۲۹ تنو یرغمل شویو کسانو جسدونه د ځان سره ساتلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG