د لاس رسي وړ اتصالات

د رفح پر ښارګوټي د اسرائیل بریدونه؛ ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې


تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی و چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به "هغه څه چې لا دمخه یو بشري ناورین دی نور هم زیات کړي."
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی و چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به "هغه څه چې لا دمخه یو بشري ناورین دی نور هم زیات کړي."

اسرائيلي ځواکونو د جمعې په شپه، فبرورۍ ۸ (سلواغې ۱۹مه) د غزې په جنوبي ښار رفح باندې پداسې حال کې یو لړ نوي بریدونه ترسره کړل، چې د امریکا متحدو ایالتونو لا له وړاندې له دغو بریدونو سره مخالفت څرګند کړی و.

عیني شاهدانو او د روغتون چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې، د اسرائیل په دغو بریدونو کې په رفح کې د استوګنې یوې ودانۍ او د زویداه په مرکزي ښارګوټي کې د یو ښوونځي ودانۍ ته زیان رسیدلی دی.

دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پوځي کمپاین په اړه تر ټولو سختې نیوکې وکړې، چې په غزه کې د روغتیایی چارواکو په وینا ، له ۲۸ زرو څخه ډیر فلسطینیان یې وژلي دي.

بایډن د پنجشنبې فبرورۍ اتمه ( سلواغې ۱۹مه) په سپینه ماڼۍ کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، زه باور لرم چې په غزه کې د [اسرائیل] غبرګون له حده زیات و."

بایډن زیاته کړه چې د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطینیانو او د حماس له ولکې څخه د یرغمال شويو کسانو د خلاصون په بدل کې د بنډمهاله اوربند ملاتړ کوي، خو بنیامین نتنیاهو دغه موافقه رد کړه او وړاندیز شوي شرایط یې "خیالي" وبلل.

ولسمشر بایډن وویل چې هغه د حماس لخوا د برمته شویو او د اسرائیل په زندانونو کې د فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې د لنډمهاله اوربند لپاره یې "ډیر فشار راوړی" دی.

بایډن وویل چې پد دې موخه یې په نه ستړي کیدونکي توګه کار کړی دی او باور لري چې دا اوربند "به په جګړه کې د دوامداره وقفې" ته وغځول شي.

هغه همدارار وویل، چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ډیرې هڅې کړي دي.

بایډن په تیروتنۍ سره د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د مکسیکو ولسمشر وباله او ویې ویل: "په لومړي سر کې د مکسیکو ولسمشر [سیسي] نه غوښتل چې د بشري مرستو لپاره دروازه پرانیزي، ما له هغه سره خبرې وکړې او قانع مې کړ چې دروازه پرانیزي. ما له نتنیاهو سره هم خبرې وکړې چې د اسرائیل له لوري دروازه پرانیزي."

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "په داسې وخت کې او اوسنیو شرایطو کې چې له یو میلیون او یا هم یو نیم میلیون فلسطینیانو په رفح کې پناه اخیستې ده پر دې سیمې باندې د هر ډول لویو عملیاتو تر سره کول او هغه هم [د بې ځایه شویو] د خوندیتوب په پام کې نیولو پرته به یو ناورین وي او موږ یې ملاتړ نه کوو."

د اسرائیلي ځواکونو لخوا د غزې پر پوله د رفح پر ښار بمباري سره هم مهال، مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې که اسرائیل د ځمکې له لارې رفح ته د ننوتلو ګواښ عملي، نو یو بشري ناورین به رامنځته شي.

رفح د غزې په تړانګه کې یوه له وروستیو سیمو څخه ده چې اسرائیلي ځواکونه د خپلو ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ور دننه شوي نه دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی و چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات به "هغه څه چې لا دمخه یو بشري ناورین دی نور هم زیات کړي."

په ورته وخت کې اسرائيل وايي، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره یو لړ اقدمات ترسره کړي دي او د حماس وسله وال تورنوي چې د ښوونځيو او روغتونونو په ګډون د ملکيانو په منځ کې پټ دي. له همدې امله د ملکي ځايونو کارول د زياتو ملکيانود مرګ ژوبلې لامل کېږي. حماس د اسرائیل دغه تورونه رد کړي دي.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ١١٤٠ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، له هغې ورځې راهيسې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د اسرائیل په پوځي بریدونو کې د څه د پاسه ۲۸ زرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG