د لاس رسي وړ اتصالات

نیتانیاهو: تعزیزات به یواځي ایران د اټمي وسلو د جوړولو نه منع نکړي


د اسرایلو لومړی وزیر وايي چې د شمالي کوریا د ورستۍ اټمي آزموینې څخه معلومېږي چې یواځي تعزیرات به ایران د اټمي وسلو د جوړولو څخه راونه ګرځوي.

بنجامین نیتانیاهو د دوشنبې په ورځ د یهودانو نړیوالو مشرانو ته په یوې وینا کې وویل چې د ایران پر ضد د لویدیځ بندیزونه کافي نه دي بلکې باید قوي او جدي نظامي ګواښونه هم ورسره ملګري وي. که چیري داسي ونشي نو د اټمي سرغړونکو د مخنیوي لپاره هیڅ چانس نسته.

نوموړي زیاته کړه چې ایران به اسرایلو ته د ولسمشر اوباما د راتلونکې میاشتې د سفر سره سم خپله اجنډا عیاره کړي.

شمالي کوریا تیره اونۍ سره له دې چې نړۍ د سزاګانو ګواښونه ورته کړي وو، اټمي آزموینه وکړه. ایران هم د شمالي کوریا په څیر د خپل اټمي پروګرام په خاطر د سختو بندیزونه سره مخامخ دی.

اسرایل، اټم لرونکی ایران خپل موجودیت ته یو ګواښ بولي. ښاغلی نیتانیاهو معمولاْ د ایران پر اټمي تاسیساتو باندې د ممکنه برید نښې نښانې بیانوي البته که چیري نړیوال بندیزونه کار ورنکړي.
XS
SM
MD
LG