اسرائيل د متحدو ایالتونو هغه پرېکړه ستایلې ده چې د فلسطین د ازادۍ سازمان او د فلسطین د خپلواکې ادارې غړو ته ویزې ورنه کړې چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې ګډون وکړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه د هغه د دې پریکړې له کبله مننه وکړه او ویې ویل: «زه د اسرائیل د حکومت په استازیتوب د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څخه د دوی د اخلاقي وضاحت لپاره مننه کوم.»
نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په لومړۍ نېټه وویل: «د هغو کسانو لپاره چې د ترور ستاینه کوي، د ویزې نه ورکول سزا نه ده، بلکه عدالت دی. ترور ته هېڅ انعام او بربریت ته هېڅ جایزه نه وي.»
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې نه وړاندې د فلسطین د ازادۍ سازمان او د فلسطین د خپلواکې ادارې غړو ته د ویزې ورکولو پرېکړه لغوه کړې او د ولسمشر ټرمپ حکومت دوی د خپلې ژمنې د سرغړونې او د سولې د کمزوري کولو په خاطر مسئول بولي.
فورم \ دبحث خونه