د لاس رسي وړ اتصالات

عربي متحده اماراتو ته د اسرائیل د صدراعظم لومړنی رسمي سفر


عربي متحده اماراتو او اسرائیل د امریکا په منځګړتوب تیر کال د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړله.
عربي متحده اماراتو او اسرائیل د امریکا په منځګړتوب تیر کال د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړله.

ټاکل شوې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د ښاغلي نیتن یاهو دفتر د دې سفر په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې خو په اسرائیل کې مطبوعاتو ویلي چې صدراعظم به سبا پنجشبنه د مارچ په ۱۱ مې (کب۲۱) عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي.

په مطبوعاتي راپورونو کې ویل شوي چې بنجامین نیتن یاهو به د عربي متحده اماراتو د مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره د ابوظبهي په هوایي ډګر کې وګوري.

عربي متحده اماراتو او اسرائیلو د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو په عادې کیدو موافقه وکړله.

عربي متحده امارات لومړنی عربي هیواد و چې د اسرئیل سره یې د اړیکو د عادي کولو لپاره د "ابراهیم موافقه" لاسلیک کړله.

وروسته بیا بحرین، سودان او مراکش هم د دې موافقې سره یو ځای شول.

د دې هیوادونو نه وړاندې مصر لومړنی اسلامي هیواد و چې په ۱۹۷۹ کال یې د اسرائیل سره سیاسې اړیکې عادي کړلې او اردن بیا دویم اسلامي هیواد و چې دا کار یې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې وکړ.

ټاکل شوې وه چې نیتن یاهو د همدې کال د فبروري په میاشت کې عربي متحده اماراتو ته تللی و خو دا چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره اسرائیل په تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي و، دا سفر هم وځنډید.

بنجامین نیتن یاهو د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا د اسرائیل صدراعظم دی.

XS
SM
MD
LG