د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بحرین او امارات خپل لوي امنیتي شریکان وبلل


تېرکال په سپتمبر کې په سپینې ماڼۍ د اماراتو او بحرین چارواکو د اسرئیل له صدراعظم سره تړونونه لاسلیک کړل
تېرکال په سپتمبر کې په سپینې ماڼۍ د اماراتو او بحرین چارواکو د اسرئیل له صدراعظم سره تړونونه لاسلیک کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۷) متحده عرب امارات او بحرین د امریکا «سترامنیتي ملګري»اعلان کړل.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا دوه هېوادونه د امریکا د زرګونو سمندري، هوايي او ځمکنیو ځواکونو کوربانه او په سیمه کې د تاوتریخجن افراطیت مخنیوي او مبارزې ته ژمن دي.

د اعلامیې په اساس دغو دواړو هېوادونو په تېرو ۳۰کلونو کې د امریکا په مشرۍ ایتلافونو کې هم برخه اخیستې ده.

اعلامیه وايي: « نننی اعلان د امریکا د متحدو ایالتونو، متحدو عرب اماراتو او د شاهي بحرین ترمنځ د ملګرتیا یو نوی پړاو څرګندوي او په اقتصادي او امنیتي همکارۍ کې د یوې دوامدارې ژمنتیا استازیتوب کوي.»

بحرین او متحده عرب امارات دوه هغه هېوادونه دي چې د امریکا په منځګړتوب یې له اسرائیل سره خپل سیاسي او نور روابط عادي کړل.

د متحدو عربو اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف الزیاني د ۲۰۲۰د سپتمبر ۱۵ (وږي۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د اسرائیل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره د اړیکو د عادي کولو تړونونه لاسلیک کړل.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د اسرائیل او دغو دووعربو هېوادونو د اړیکو عادي کېدلپه منځني ختيځ کې د ایران خلاف یو ستراتېژیک بدلون ګڼل کیږي او په دې مانا دي چې دوی په سیمه کې د ایران د مخ په زیاتېدونکي ‌نفوذ او بلاستیک میزایلو د جوړولو په اړه ګډې اندېښنې لري.

فلسطینیانو هم له اسرائیل سره د اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کېدل غندلي وو.

له مصر او اردن را وروسته متحده عرب امارات درېیم او بحرین څلورم عرب هېوادونه دي چې له اسرائیل سره یې اړیکې عادي ‌کړې.

دغه کار په منځني ختيځ کې د ایران خلاف یو ستراتېژیک بدلون ګڼل کیږي.

ایران له اسرائیل سره د دغو هېوادونو د اړیکو عادي کول غندلي دي.

XS
SM
MD
LG