اسرائیل وايي، ځواکونو یې د شپې په یوه هوايي برید کې په غزه کې د حماس یو جګپوړی غړی وژلی دی. په دې سره، په روانه اوونۍ کې د فلسطین په خاوره کې د اسرائیلو لهخوا د حماس درېیم مهم غړی په نښه او وژل شوی دی.
په وروستیو اوونیو کې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر غړو خپل بریدونه زیات کړي دي. حماس د ۲۰۲۵ کال د اوربند د شرایطو له مخې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب شوی و، له بېوسلې کېدو ډډه کوي.
د دغه اوربند له مخې، حماس باید خپلې وسلې کېږدي او اسرائیل باید د غزې د بېوسلې کېدو د بهیر له پرمختګ سره سم خپل ځواکونه په تدریجي ډول له سیمې وباسي. د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې د حماس له برید وروسته په خپلو پوځي عملیاتو کې د غزې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې د شپې په برید کې خالد ابو ندا وژل شوی دی. د دوی په وینا، نوموړي د غزې په حماس حکومت کې د اقتصاد او پوهنې د برخو مسؤلیت درلود.
لوېدیځو خبري اژانسونو په غزه کې د خپلو سرچینو له قوله د ابو ندا مړینه تایید کړې ده.
اسرائیلي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د اسرائیلو په برید کې د چهارشنبې په ورځ د غزې په شمالي برخه کې د حماس د کورني امنیت د ادارې مشر محمد ابو العوف او یوه ورځ مخکې د هغه قوماندان نعیم ابو نهال وژل شوي دي.
نتنیاهو او کاتز ویلي: «په تېره یوه میاشت کې د حماس شاوخوا ۸۰ غړي وژل شوي او زموږ ځواکونه به د دې ډلې د هر غړي د مخنیوي او ورسره د حساب اخیستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»
هغوی زیاته کړې: «هیڅ وسلهوال خوندي نه دی او د حماس د مشرتابه هېڅ غړی له موږ څخه پټېدای نه شي.»
کاتز په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیلو پوځ د غزې ۷۰ سلنه خاوره کنټرولوي او د پاتې ۳۰ سلنې په اړه د حماس ولکه یوازې یوه «انګېرنه» ده.
نوموړي ویلي، یا به حماس په خپله خوښه بېوسلې کېږي او غزه به د ولسمشر ټرمپ د پلان له مخې بېوسلې کېږي، او یا به د اسرائیلو پوځ نویو پوځي عملیاتو له لارې دا کار ترسره کړي.
هغه ګواښ کړی چې په احتمالي عملیاتو کې به یو ځل بیا شاوخوا یو میلیون فلسطینیان د غزې سوېل ته کډه کولو ته اړ شي، څو د غزې په شمال کې د حماس پراخ پوځي او ترهګریز جوړښتونه له منځه یوړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د غزې په بریدونو کې د حماس د درېیو جګپوړو غړو د وژل کېدو په اړه د امریکا غږ د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکابي د چهارشنبې په ورځ په اېکس کې لیکلي چې حماس هڅه کوي ځان «قرباني» وښيي او د ټرمپ د پلان له مخې د جګړې ځپلې غزې د بیارغونې بهیر له خنډ سره مخ کړي، په داسې حال کې چې بېځایه شوي فلسطینیان د ژمي په سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کوي.
هکابي لیکلي: «هغوی غواړي نړۍ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې هغه وحشتناکه وژنه هېره کړي چې په ترڅ کې یې د ۴۸ امریکایانو په ګډون ۱۲۰۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول چې ۱۸ امریکایان هم پکې شامل وو.»
د امریکا د سولې استازي او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي چې د ټرمپ اداره هیله لري د غزې د بېوسلې کولو بهیر پر مخ یوسي او دغه سیمه داسې بیا ورغوي چې هلته سوله ټینګه شي او خلک وکولای شي د ژوند خاوندان شي.
کوشنر له جرمني خبریال ماتیاس ډوفنر سره په خبرو کې ویلي چې د ټرمپ د اوربند د پلان له مخې د حماس هڅول چې خپلې وسلې کېږدي، یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه وه.
هغه زیاته کړې: «اوس باید اسرائیل پر دې ډاډه کړو چې دا بهیر په پړاوونو کې او د تایید وړ په بڼې ترسره شي. زما په اند، موږ د دې لپاره ښه میکانېزمونه جوړ کړي چې د حماس بېوسلې کېدل وڅارو او ډاډ ترلاسه کړو چې دا بهیر په نړیواله کچه پر مخ لاړ شي.»
فورم \ دبحث خونه