د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائيل وايي په لبنان کې یې د حزب الله یو لوړ پوړی مشر وژلی


د اسرائیل پوځ وايي چې د یکشنبې په ورځ یې د بیروت په جنوبي برخه کې د حزب الله ترهګرې ډلې یو لوړ پوړی مقام وژلی دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې یو کال مخکې د متحدو ایالتونو په منځګړتوب له حزب الله سره د سولې تړون وشو، د اسرائيل او عرب استخبارات وايي چې حزب الله په راکټونو، د ټانکونو ضد میزایلو او توپخانو باندې په وسلو د بیا سمبالیدو نښې څرګندې کړې دي.

دا په تېرو څو میاشتو کې په لبنان کې د اسرائيل لومړی برید دی چې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله ډلې د پوځي قوماندې سرپرست حیثم علي طباطبايي په کې په نښه شوی.

حزب الله د طباطبايي وژل تائید کړي او ویلي دي چې دا برید د اسرائیل-حزب الله ترمنځ د سولې له تړون څخه یو کال وروسته کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ لیو په ځو ورځو کې لبنان ته خپل لومړی سفر وکړي.

د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کتز په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ به د شمال اوسېدونکو او اسرائیل د دولت په ضد د هر ډول ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکمن فعالیت روان وساتو.»

د اسرائیل د حکومت ویاند شوش بدروسیان په دې اړه څه ونه ویل چې ایا د دغه برید په اړه یې مخکې له مخکې متحدو ایالتونو ته، چې د اسرائيل نژدې متحد دی، خبر ورکړی و که نه، خو زیاته یې کړه چې «اسرائیل په خپلواک ډول پرېکړې کوي».

اسرائيل تر برید مخکې د سیمې اوسېدونکو ته د وتلو کوم خبرداری هم نه و ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG