د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وایي سرتیري یې د غزې ښار 'زړه' ته ننوتي


د غزې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو په وینا، د تیرې اکتوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو په وینا، د تیرې اکتوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یولاف ګلانت سه شنبه نومبر اوومه (لړم ۱۶) وویل چې د دې هیواد دفاعي ځواکونه د غزې مرکزي برخې ته چې د حماس عملیاتي مرکز دی، رسیدلي دي.

ښاغلي ګلانت دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په غزې کې د حماس وسله والو پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړې زور اخیستی.

هغه د جګړې تازه حالت په هکله په خبري کنفرانس کې وویل: "مونږ د غزې ښار په زړه کې یو. غزه د ترهګرو تر ټولو ستر مرکز دی."

د اسرائیل دې جګپوړي چارواکي همدارنګه پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د جګړې پای ته رسیدو وروسته به نه اسرائیل او نه هم حماس د غزې په تړانګې چې شاوخوا ۲.۲ ملیونه فلسطینیان پکې ژوند کوي، واکمني وکړي.

تر دې وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تیره ورځ وویل چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به ددې تړانګې د امنیت ټول مسؤلیت تر "نا محدودې" نیټې پورې د اسرائیل په غاړه وي.

نتنیاهو د "اې بي‌ سي" تلویزیون سره په مرکې کې وویل: " کله چې مونږ امنیتي مسؤلیت ونلرو، د حماس ترهګري به پداسې شکل پیدا شي چې مونږ یې تصور هم نشو کولی."

د اسرائیل مشر ویلي چې په غزې کې د عمومي اوربند ملاتړ نکوي خو د لنډې مودې لپاره د نظامي عملیاتو په بندولو به غور وکړي تر څو مرستندویه مواد په غزې کې عامو خلکو او یا د حماس ډلې لخوا برمته شویو کسانو ته ورسیږي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو د دوشنبې په ورځ وویل د تیرې اکتوبر میاشتې ۷ مې نیټې راپدیخوا چې د اسرائیل پوځ د حماس د برید څخه وروسته هوایي بمبارۍ پیل کړي، د غزې په تړانګې کې ۱۰ زره کسان وژل شویدي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

دا ارقام په خپلواکه توګه تائید شوي ندي.

خو د اسرائیل صدراعظم ددې ارقامو سره اختلاف څرګند کړ او په مرکې کې وویل چې زرګونه وسله وال هم پدې بمباریو کې وژل شوي.

د اکټوبر په اوومه د حماس ډلې له خوا پر اسرائيل له بريد وروسته، د اسرائيل پوځ د غزې د بشپړې کلابندۍ ترڅنګ، په همغږي توګه او له کوم خنډ پرته پر دغې تړانګې هوايي، ځمکني او سمندري بريدونه پيل کړل او دا بريدونه لا هم دوام لري.

د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۱۴۰۰ زیاتره ملکي اسرئیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ اسرئیلیان او د بهرنیو هېوادونو اتباع یرغمل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG