د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د اسرائیل په بریدونو کې د حوثیانو نظامي اهداف په نښه شوي


آرشیف
آرشیف

د اسرائیل پوځ جمعه جنوري ۱۰ ( مرغومي ۲۱) ویلي چې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په څو اهدافو هوایي بمبارۍ کړي خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه ندي ویل شوي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې هوایي بمبارۍ جنګي جیټ الوتکو په یمن کې د حوثي "ترهګرو" پورې اړوند په نظامي اهدافو ددې هیواد په لویدیځ ساحل او مرکزي برخو کې شویدي.

اسرائیل همدارنګه خبرداری ورکړی چې د حوثیانو مشران به تعقیب او له منځه یوسي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا هوایي بمبارۍ په اسرائیل باندې د حوثیانو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د بریدونو په غبرګون کې شویدي. پدې هوایي بمباریو کې د حجاز برښنا کوټ په نښه شوی چې د حوثیانو لپاره د انرژۍ یوه مهم سرچینه ده.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د حدیده او راس عیس په بندري سیمو کې هم د حوثیانو پورې اړوند نظامي تاسیسات ویشتل شوي.

د اسرائیل یو نظامي چارواکي ویلي چې پدې هوایي بمباریو کې څه د پاسه ۲۰ الوتکو برخه اخیستې وه او درې مهم اهداف پکې په نښه شوي و.

د بریدونو څخه وروسته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو په یوې اعلامیې کې ویل چې په حوثیانو دا بریدونه پدې هیواد د پرله پسې بریدونو له کبله کیږي.
په اعلامیې کې د نیتنیاهو له قوله ویل شوي چې حوثیان به په اسرائیل باندې د تیري له کبله لوړ قیمت ادا کړي.

د اسرائیل مشر پدې اعلامیې کې ویلي، " حوثیان د ایران نیابتي ډلې دي او په منځني ختیځ کې د ایران د محور اهدافو لپاره کار کوي. دا ډله د اسرائیل او سیمې لپاره خطر پیښوي".

ایران چې نه یوازې د حوثیانو بلکې په منځني ختیځ کې د نورو وسله والو ډلو ملاتړ هم کوي، په یمن کې په حوثي اهدافو باندې د اسرائیل دا بریدونه غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي په یوې اعلامیې کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلي دي او د یمن پر ضد یې د "صیهونیستي رژیم وحشیانه او بې ساري" بریدونه بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG