د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: پر بیروت په هوايي برید کې د حزب الله یو قوماندان په نښه شوی

اسرائیل وايي، د بیروت په جنوب ضاحیه سیمه کې یې په یو هوايي برید کې د حزب‌الله د ځانګړي رضوان ځواک قوماندان په نښه کړی دی.

د امریکا په منځګړیتوب د اپرېل د ۱۶مې نېټې د نافذ شوي اوربند وروسته، اسرائیل د چهار شنبې په ورځ (د مې ۶مه) د لومړي ځل لپاره د بیروت پر جنوبي څنډو هوايي برید وکړ.

په ورته وخت کې د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې د اسرائیل سره د لوړې کچې خبرو لپاره شرایط لا مناسب نه دي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر اسرائیل کاتز په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو د تصویب وروسته، د اسرائیل دفاعي ځواکونو په بیروت کې د حزب‌الله د ترهګرې ډلې د رضوان ځواک قوماندان په نښه کړی.

اعلامیه زیاتوي: "د همدې قوماندان تر مشرۍ لاندې د رضوان ځواک غړي د اسرائیلو پر استوګنځایونو د بریدونو او د اسرائیلي سرتېرو د زیانمنولو مسؤل وو. هېڅ ترهګر خوندي نه دی؛ د اسرائیل اوږد لاس به هر دښمن او وژونکي ته ورسېږي."

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د رضوان ځواک مرستیال قوماندان او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم د برید پر مهال په هماغه ودانۍ کې موجود وو، او امریکا له مخکې د دغه برید په اړه خبره وه.

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د حماس د مشر خلیل الحیه زوی، عزام الحیه، هم په دې برید کې وژل شوی دی. اسرائیل د راپور د خپرېدو تر وخته دا خبر نه و تایید کړی.

دغه برید په داسې حال کې وشو چې د اوربند سره سره، د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د لبنان په جنوب کې نښتې روانې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وویل، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په هوايي برید کې د لبنان په جنوب کې د زلایه په ښارګوټي کې څلور کسان وژل شوي، چې په هغوی کې دوه ښځې او یو سپین‌ږیری سړی شامل دي.

اسرائیلي پوځ وویل چې حزب‌الله د لبنان له جنوبه د اسرائیلي سرتېرو پر ضد چاودېدونکې ډرونونه او راکټونه توغولي، چې له امله یې دوه اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي دي.

پوځ همداراز وویل چې د اسرائیل هوايي ځواک یوه دښمنه الوتکه تر هغه مخکې نسکوره کړه چې د اسرائیل فضايي حریم ته ننوځي.

د لبنان صدراعظم نواف سلام د چهارشنبې په ورځ وویل، له اسرائیل سره د هر ډول لوړې کچې لیدنې په اړه خبرې کول لا وختي دي.

د لبنان د ملي خبري اژانس په حواله، سلام وویل: "اوسني شرایط لا د دې لپاره نه دي رسېدلي چې د لوړې کچې غونډو په اړه خبرې وشي."

هغه زیاته کړه چې د لبنان اساسي غوښتنه "د اسرائیلو د وتلو لپاره یو مهالوېش" دی، او حکومت به داسې طرحه جوړه کړي چې وسلې یوازې د دولت تر کنټرول لاندې وي؛ هغه هڅه چې موخه یې د حزب‌الله بې‌وسلې کول دي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون هم روانه اوونۍ ویلي وو چې تر هر ډول لوړې کچې لیدنې مخکې باید لبنان "لومړی یو امنیتي تړون او د اسرائیلي بریدونو دریدل" ترلاسه کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت ویلي وو چې هغه تمه لري بنیامین نتنیاهو او جوزف عون ته په سپینې ماڼۍ کې بلنه ورکړي، او باور لري چې دواړه هېوادونه به سږ کال د سولې یوې موافقې ته ورسېږي.

واشنګټن د اپرېل په ۱۴مه او ۲۳مه د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سفیرانو په کچه د خبرو د دوو غونډو کوربه‌توب کړی و. حزب‌الله له دغو اړیکو سره سخت مخالفت ښودلی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې په لبنان کې څه باندې ۲۷۰۰ کسان وژل شوي دي. وزارت نه دي ویلي چې په دغو وژل شویو کې څومره یې جګړه ماران دي.

د مارچ له دویمې راهیسې دوه اسرائیلي ملکي وګړي هم وژل شوي دي؛ یو یې د اسرائیل په شمال کې د حزب‌الله په راکټي برید کې، او بل یې د لبنان پولې ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو د خپلو ډزو له امله وژل شوی دی.

اسرائیل ویلي چې د مارچ له دویمې راهیسې د لبنان په جنوب کې په جګړو کې ۱۷ اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG