د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ د غزې د ستر روغتون الشفاء مشر نیولی


د الشفاء روغتون مشر محمد ابو سلمیه
د الشفاء روغتون مشر محمد ابو سلمیه

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دویمه) وویل چې په غزې کې یې د تر ټولو ستر روغتون الشفاء مشر نیولی دی.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د روغتون مشر محمد ابو سلمیه یې له هغه وروسته ونیوه چې، «شواهدو وښوده د حماس ډلې د هغه په مدیریت کې روغتون د خپلې قوماندې او کنترول د مرکز» په توګه کارولی دی. وايي د روغتون مشر یې د پوښتنو لپاره نیولی دی.

اعلامیه وايي چې د حماس ډلې د دغه روغتون لاندې یو تونل کاروه، خو حماس او د روغتون مشران دا ادعا ردوي. د اسرائیل پوځ اعلامیه زیاتوي چې حماس په دغه تونل کې د «روغتون له برېښنا او نورو اسانتیاو څخه» کار اخیسته.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وايي چې د اسرائیل پوځ د روغتون یو بل ډاکټر او دوه نرسان هم نیولي دي. اسرائيلي مقامات وايي چې که معلومه شوه «د روغتون مشر په ترهګریز فعالیت کې دخیل و» نورې پوښتنې به هم ترې وشي.

د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې د روغتون د «مشر او د هغه د همکارانو نیول په کلکه غندلي» او د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او نورو ادارو څخه یې غوښتي چې د هغوی د «سمدستې پرېښودو لپاره» کار وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره وویل چې د اندونیزیا په نوم یو بل روغتون هم «ډېر بمبار» شوی دی. نوموړي ویلي دي چې د روغتون جنراتورونه او نورې برخې وېشتل شوي او هغوی د ناروغانو د صحت په اړه اندېښمن دي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي‌دي.

په غزه کې د حماس حکومت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې نژدې ۱۵۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې منبع دا ارقام تائید کړي نه دي.

په همدې حال کې د قطر چارواکي وایي چې ممکن د جمعې په ورځ په غزې کې اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر پیل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG