د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: غزه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق مشرې د چهارشنبه په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ نیټه) د غزې محاصره شوې سیمه د "ماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو خطرناک ځای" وباله او وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په سختۍ ترلاسه شوې موافقه د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره کافي نه ده.

د یونیسف اجرائیوي رئیسې کاترین رسل د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۲مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل له برید راهیسې په غزه کې د اسرائیل له خوا په غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د رپوټونو له مخې تر ۵۳۰۰ زیات ماشومان وژل شوي چې په غزه کې د ټولو وژل شویو ۴۰ سلنه کیږي.

میرمن رسل چې تازه یې د غزې جنوب ته سفر کړی و دغه وضعیت یې "بیساری" وباله او وویل: "هغه څه چې مې ولیدل او واوریدل، وډاریدم. "

د حماس سخت دریځو پر اسرائیل باندې د اکتوبر د اوومې نیټې په برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل. ددې برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه باندې په هوایي، توپچي او ځمکنیو غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې د روغتیایي مقاماتو په وینا چې د حماس تر کنترول لاندې دي ۱۴ زره فلسطینیان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

په پایله کې د قطر په منځګړیتوب او د امریکا او مصر په ملاتړ د اسرائیل حکومت له حماس سره پر څلور ورځني اوربند موافقه وکړه او په بدل کې یې حماس د ۵۰ یرغمل شویو بندیانو د خوشي کولو ژمنه وکړه.

خو کاترین رسل وايي، چې په جګړه کې دغه وقفه کافي نه ده. هغه د "بیړني بشري اوربند غوښتنه وکړه ترڅو وژنې سمدستي ودرول شي." هغه زیاته کړه:"د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره ... د دې لپاره چې بشري کارکونکي په غزه کې پاتې شي او مرستې په اغیزمنه توګه وویشل شي ... بشردوستانه وقفې کفایت نه کوي."

د ملګرو ملتونو دغه مقام ویلي دي چې ګومان کیږي شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطینی ماشومان د بمباریو تر خاورو لاندې پاتې دي. هغې زیاته کړه: "د بمونو، راکټونو او مرمیو د لګیدلو سربیره، د غزې ماشومان په ناورین کې د ژوند کولو له سخت خطر سره مخامخ دي."

د یونیسف اجرائیوي رئیسې وویل: "یو میلیون ماشومان - یا ټول هغه ماشومان چې د [غزې] په خاوره کې ژوند کوي - اوس د خوراکي نه خوندیتوب سره مخ دي او دا وضعیت به ډیر ژر د خوراکي توکو د بحران او ناورین لامل شي."

یونیسف اټکل کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په غزه کې د ماشومانو تر منځ شدیده خوارځواکي په سلو کې ۳۰ زیاته شي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د نفوسو د صندوق مشرې ناتالیا کانم د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کښې په غزې کې امیندوارو میرمنو ته د پاملرنې اړولو غوښتنه وکړه. هغې وویل چې په راتلونکو میاشتو کې به په غزه کې شاوخوا پنځه نیم زره امیندواره میرمنې په سختو شرایطو کې زیږون وکړي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق مشرې وویل: "هغه وخت چې یو نوی ژوند پیل کیږي، هغه څه چې باید د خوښۍ او خوشحالۍ شېبې وي، د مرګ، بربادۍ، ترور او وېرې تر سیوري لاندې راځي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG