د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي ساینسپوهانو مصنوعي زړه جوړ کړی


یوه ډله اسرایلي پوهانو د طب په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د درې بعدي (3D) پرنټر په مرسته د انسان یو بشپړ زړه جوړ کړی دی.

دا څیړنه چې پایلې یې د ویلي په انلاین کتاب پلورنځي کې خپرې شوي، د طبابت په برخه کې لویه لاسته راوړنه شمیرل کیږي ځکه بشر به د نورو انسانانو د بدن د غړو له احتیاج څخه خلاص شي.

لومړی چاپ شوی یا مصنوعي زړه د انسان له واقعي بیولوژیکي موادو جوړ شوی خو وړوکی او د سوی ( خرګوش) د زړه په اندازه دی.

پوهانو ویلي دا پرمختګ به له دوی سره مرسته وکړي چې یوه ورځ د انسان د زړه په اندازه درې بعدي مصنوعي زړه جوړ کړي.

د تل ابیب پوهنتون استاد او ددې څیړنیزې پروژې آمر ټال ډفیر د اسرایلو اورشیلم پست ته ویلي دا مصنوعي زړه د یوه طبیعي زړه ټول اجزا لکه سلولونه، د وینې رګونه او دهلیزونه لري.

پخوا هم څیړونکو د زړه درې بعدي ماډلونه جوړ کړي وو خو په هیڅ یوه کې سلولونه او د وینې رګونه نه وو.

د ښاغلي ډفیر څیړنیزې ډلې، د ناروغانو له شحمي انساجو ټوټې اخیستي او له هغو څخه یې د زړه د سلولونو اساسي حجرات جوړې کړي دي. دا سلولونه وروسته د زړه په عضلي او د وینې په رګونو انکشاف کوي.

په دې ډول پوهانو وکړای شول د انسان د سلولونو په مرسته هغه ته په بریالي ډول د اړتیا وړ سلولونه او د بدون غړي تولید کړي.

د زړه او رګونو ناروغۍ لومړۍ په امریکا او وروسته په اسرائیلو کې د مړینې لوی عامل ګڼل کیږي. دا حالت ددې لامل شوی ډیری هغه کسان چې د زړه جدي ناروغي لري د زړه پیوند ته تر رسیدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

پوهان په پام کې لري چې د خپلو څیړنو په دویم پړاو کې په ورته تګلارې سره د انسان د زړه په شان مصنوعي زړه جوړ کړي او لومړی هغه په حیواناتو او وروسته یې د انسانانو په بدن کې وازمايي.

دوی هیله من دي چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې د انسان د بدن د غړو دغه پرنټر د نړۍ په ټولو روغتونونو کې موجود وي او د انسان د غړو تولید په یوه عادي ورځني کار بدل شي.

XS
SM
MD
LG