د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي موافقې د مخالفت په هلو ځلو کې د اسرائیل صدراعظم جرمني ته تللی


د اسرائیل صدراعظم یایر لاپید یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) جرمني ته تللی او کوښښ کوي لویدیځ هیوادونه قانع کړي چې د ایران سره اټومي موافقه پریږدي.

جرمني ته تر روانیدو وړاندې ښاغلي لاپید د کابینې په غونډې کې وویل چې هیواد یې د دې اتومي تړون د بیرته ژوندي کیدو او په ایران د لګیدليو اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو د مخنیوي لپاره کامیابانه دپلوماتیکه مبارزه پیل کړې.

هغه وویل، " هر څه پای ته ندي رسیدلي. اوږده لار لا هم پاتې خو نښې او نښانې هیله بښونکي دي".

ټاکل شوې چې د اسرائیل مشر به د خپل جرمني سیال اولف شولتز، د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک او جمهور رئیس فرانک والټر شتنمایر سره وګوري.


سره لدې چې د متحده ایالاتو او ایران پدې تړون کې د بیرته یو ځای کیدو لپاره د اروپایي هیوادونو په منځکړتوب غیر مستقیمې خبرې پیل کړي چې څنګه تهران او واشنګټن بیرته پدې تړون کې ورګډ شي خو اسرائیلي چارواکي وایي ښایي دا تړون ډیر ژر بیرته ژوندی نشي.

د اسرائیل یو جګپوړي چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې ښایي د روان کال د نومبر تر میاشتې دا تړون بیرته احیا نشي او دا یې هم وویل چې اسرائیل د خپلو متحدینو سره په ګډه په نوې تګلارې کار کوي.

هغه زیاته کړه، " دا مهمه ده چې د خپل دریځ همغږي روانه وساتو او د اروپا په دریځ کې هم نفوذ وکړو. جرمني پدې کې مهم نقش لري".

اسرائیل د لومړي سره پدې موافقې نه و خوښ او په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دیته وهڅاوه چې د دې موافقې څخه ووځي او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

سره لدې چې د امریکا اوسني جمهور رئیس پدې موافقې کې د یو ځای کیدو سره لیوالتیا ښودلې خو داسې معلومیږي چې د دې موافقې د بیرته ژوندۍ کولو هلې ځلې هم پڅې شوې.

جرمني، فرانسې او برتانیې چې درې واړو یې پدې خبرو کې مهم نقش درلود، د شنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیې کې د دې موافقې د بیا احیا کولو په هلو ځلو د ایران په ریښتینولۍ جدي شکونه څرګند کړل.
د اسرائیل صدراعظم د دې درې واړو هیوادونو څخه مننه کړې چې د ایران په خلاف یې جدي دریځ څرګند کړی.

دغو اروپایي هیوادونو په ایران تور لګولی چې ددې دپلوماتیک فرصت څخه یې ګټه نده اخیستې او پر ځای یې خپل اتومي پروګرام دومره پراخ کړی چې د ملکي مقاصدو لپاره د کار اخیستل یې نشي توجیه کیدلی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا پدې تورونو انتقاد کړی او "غیر ګټور" یې بللي.


اسرائیل پدې ټینګار کوي چې د بندیزو د لیرې کیدو په صورت کې به ایران تر لاسه شوې پیسې په لبنان کې د حزب الله په شعیه وسله والې ډلې او په فلسطین کې د حماس او اسلامي جهاد په نامه ډلو ته ورکړي چې په اسرائیل د برید کولو توان لري.

اروپایي اتحادیې تیره میاشت د ایران د اټومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو وروستۍ مسؤده وړاندې کړله او د واشنګټن او تهران دواړو څخه یې وغوښتل چې خپل ځوابونه ورکاندي.
امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د تهران ځواب د "شاته تګ" په معنی دی.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي



XS
SM
MD
LG