د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي وزیر ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کیږي


ګونین سیجیف د امنیتي ځواکونو منځ کې محاکمې ته ولاړ
ګونین سیجیف د امنیتي ځواکونو منځ کې محاکمې ته ولاړ

د اسرائیل د کابینې یو پخوانی غړی د "ملي او امنیتي ګټو په خلاف" ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه ته وړاندې کړل شو.

ګونین سیجیف په ۱۹۹۵-۹۶ کال د اسرائیلو د انرژۍ او (بنسټیزو پروژو) بیخ بنايي پروژو/چارو وزیر و. هغه "د اسرائیل د دولت په ضد، د جنګ پر مهال د دښمن سره په مرستې او د اسرائیل د دولت د امنیت خرابولو په موخه د محرمو معلوماتو په شریکولو تورن دی."

د ښاغلي سجیف محکمه د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۵) په بیت المقدس کې وشوه. د اسوشیتډپرس خبري اژانس وايي چې خبریالان پرېنښودل شول چې د هغه د محاکمې بهیر وګوري. د هغه مدافع وکیل موشي مزور وايي چې پر هغه ټول لګېدلي تورونه په لیکلې بڼه محاکمې ته سپارل شوي دي او نوموړي ته واورول شول، خو محکمه یې تر سپتمبر پورې وځنډول شوه.

پر ښاغلي سیجیف تور دی چې په ۲۰۱۲ کې چې په نایجریا کې اوسېده " د انرژۍ د مارکیټ اړوند معلومات، په اسرائیل کې د امنیتي سیمو، ودانیو، سیاسي او امنیتي چارواکو او ډېرو نورو مسایلو په اړه یې" ایران ته معلومات ورکړي دي.

هغه د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاشت کې د اسرائیل د بن ګورون په هوايي ډګر کې ونیول شو. پر هغه دا تور هم دی چې ایران ته یې سفر کړی او هلته یې له هغو خلکو سره لیدلي چې ده ورسره رابطه لرله.

مدافع وکیل وايي پر موکل یې ځېنې لګېدلي تورونه چې خپاره شوي خلکو ته یې غلط معلومات رسولي دي خو دا خبره یې هم وکړه چې دا مسئله ډېره حساسه ده اوهغه نغواړي چې په دې اړه له خلکو او مطبوعاتو سره خبرې وکړي.

ګونین سیجیف ۲۰۱۴ کال کې په دې هم تورن شو چې په ډیپلوماتیک پاسپورټ یې غلط تاریخ لیکلی و او له هالنډ نه یې یو ډول درمل قاچاق کول.

اسرائیل چې د امریکا قوي ایتلافي دی، له ایران سره خراب روابط لری. اسرائیل ایران په منځني ختیځ کې د اسرائیل پر ضد له ځینو اورپکو ډلو سره په مرستو تورنوي او تهران په سیمه کې یو مخرب دولت ګڼي، خو ایران دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG