د لاس رسي وړ اتصالات

بیت المقدس کې د امریکا سفارت پرانیستل او۵۲ فلسطینانو وژل کېدل


امریکا په یو تاریخي اقدام کې د دوشنبې په ورځ (مۍ۱۴) په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیست.

فلسطینانو د دغه کار په غبرګون کې مظاهرو ته زور ورکړی چې د اسرائیلو د پوځ په ډزو کې لږ لږه ۵۲ فلسطينان وژل شوي دي.

اسرائیل او فلسطینان دواړه د بیت المقدس د مالکیت دعوه لري. ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه وپېژني او اعلان یې وکړ چې له تل ابیب څخه به خپل سفارت هلته انتقالوي.

د ولسمشر ټرمپ زوم او مشاور جرد کوشنر د سفارت د پرانیستلو په مراسمو کې وویل ولسمشر ټرمپ چې ژمنه وکړي بیا یې عملي کوي.

ولسمشر ټرمپ په یو ویدويي پیغام کې ویلي دي چې د اسرائیلو او فلسطینانو ترمنځ د سولې مذاکرتو ته ژمن دی. هغه په خپل ټویټر کې اسرائیلو ته د دغې ورځې مبارکې ورکړې ده.

د امریکا د ماليې وزیر ستیفن منوچ وویل چې بیت المقدس ته د متحدو ایالتونو د سفارت انتقال په امنیتي لومړیتوبونو کې راځي. اسرائیل ټول بیت المقدس خپل قلمرو ګڼي خو فلسطینان هم بیت المقدس د خپل جوړېدونکي دولت پلازمینه ګڼي.

ځینو اسلامي هېوادونو د امریکا دا اقدام غندلی دی. د لبنان ولسمشر سعد حریري دا کار پاروونکی بللی دی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا یوه شرموونکې ورځ بللې ده.

په فلسطین کې بیا زرګونو کسانو د دغه کار خلاف فلسطینانو مظاهرې پیل کړې چې د اسرائیل د پوځ په ډزوکې شاوخوا ۴۰ فلسطیني مظاهره کوونکي ووژل شول او لسګونه نور یې ژوبل شوي دي.

د غزې په تړانګه کې ډاکټران وايي لږ تر لږه ۱۲۰۰ زخمي مظاهره کوونکي هم روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې د اسرائیلو د پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG