د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړې کې ګډون د پاکستان لویه تېروتنه وه- عمران خان 


ښاغلی غنی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان حکومت پاکستان په افغان جګړې کې په لاس لرلو تورنوي
ښاغلی غنی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغان حکومت پاکستان په افغان جګړې کې په لاس لرلو تورنوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو انتقاد کړی دی چې ولې یې د افغانستان جګړې ته دانګلي دي.

عمران خان ویلي دي‌ چې دا د پاکستان د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ سره په جګړې کې دخيل شول.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په یوولسمه نېټه دوې الوتکې د امریکا په نیویارک ښار کې له تجارتي ‌ودانیو سره وجنګول شوې او زرګونه کسان په کې ووژل او ژوبل شول. امریکا د دغو بریدونو مسولیت د القاعده په مشر اسامه بن لادن واچوه چې هغه وخت د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې اوسېده.

امریکا له دغې پېښې وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه او پاکستان هم ورسره ودرېده چې بلاخره یې د طالبانو نظام نسکور کړ.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د پاکستان اوسني صدراعظم عمران خان په یو بیان کې ویلي دي: "مونږ وړاندې تېروتنې کړې وې او د نورو په جګړو کې ګډ شوي وو. دغه جګړه زمونږ نه وه، د دوی د فشار له امله مونږ په جګړه کې برخه واخیسته چی هیواد (پاکستان) ته یې لوی زیان ورسوه."

ښاغلي خان ونه ویل چې په دغې جګړې کې مشخصآ پاکستان ته کوم (لوی زیان) رسېدلی دی، خو دا خبره یې کړې ده چې «پاکستان د پېسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځېدلې» او باید د دغو «ناقصو تګلارو له تېروتنو څخه زده کړه» وشي.

صدراعظم عمران خان دا خبره داسې مهال کوي چې افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی دی چې وسله والو طالبانو ته یې پناه ورکړې، روزنه ورکوي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره استوي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

په همدې حال کې د طالبانو یو مشر ملاعباس ستانکزي ویلي دي‌ که ولسمشر غني استعفا وکړي،‌ هغوی به د نوي حکومت په اړه خبرې وکړي،‌ خو د ولسمشر غني د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي‌: « دطالبانو غوښتنې د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده او قانون د ولسمشر کاري دوره مشخصه کړې ده.»

XS
SM
MD
LG