د لاس رسي وړ اتصالات

پنټګان افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه غلی دی 


ولسمشر ټرمپ ویلي دي‌ چې تر کرسمس پورې به امریکایي عسکر له افغانستان څخه وویستل شي
ولسمشر ټرمپ ویلي دي‌ چې تر کرسمس پورې به امریکایي عسکر له افغانستان څخه وویستل شي

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ‌ له ټویټ یوه ورځ وروسته هم، د امریکا د دفاع وزارت "پنټګان" په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي و: «زموږ یو کم شمېر زړه ور عسکر (نارینه او زنانه) چې په افغانستان کې په خدمت بوخت دي، تر کرسمس پورې به راوغوښتل شي.»

د امریکا د دفاع وزارت، د وسله وال پوځ د لوی درستیز دفتر او د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانۍ ویاندویانو په دې اړه د امریکا غږ پوښتنو ته ځوابونه ونه ویل او دا مسئله یې سپینې ماڼۍ ته راجع کړه.

خو وسله والو طالبانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ټویټ هرکلی کړی دی.

د امریکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي وویل چې ولسمشر ټرمپ په دې مسئلې باندې خبره کړې او اوس د هغه دفتر د دفاع وزارت د پالیسۍ جوړوونکو څانګې«لارښوونو او مشورو ته منتظر» دی.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین د ښاغلي ټرمپ تر ټویټ څو ساعته مخکې وویل چې د ۲۰۲۱ په لومړیو کې به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو شمېر له ۵۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال کینیت مکنزي تېره میاشت امریکا غږ ته ویلي وو: «د ۴۵۰۰ عسکرو په موجودیت کې به هم موږ د خپلو مرکزي کارونو د پر مخ بیولو وړتیا ولرو.»

په دغو کارونو کې له افغان حکومت سره مرسته او د تروریزم ضد عملیات شامل دي.

دغه امریکايي جنرال له امریکا غږ سره په مرکې کې ټېنګار وکړ چې امریکا باید ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو کوربتوب نکوي.

هغه دا خبره هم کړې وه چې طالبانو لا په دقیق ډول څرګند کړي نه دي چې له القاعده سره یې اړیکې شلولې. د امریکايي چارواکو د معلوماتو په اساس په افغانستان او پاکستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګریزې ډلې موجودې دي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویلچې له افغانستان څخه به د دغه سازمان د عسکرو وتل د شرایطو په اساس وي.

هغه وویل :«موږ به افغانستان کې د خپل راتلونکي ماموریت په اړه مشوره وکړو، مهمه داده چې موږ خپلې هڅې همغږې کړو... دا زموږ د ټولو شریکانو هڅې دي او زموږ کار به د شرایطو په اساس وي، موږ شرایطو ته په کتو پرېکړه کوو، ځکه فکر کوو ډيره مهمه ده چې خپلو ژمنو ته دوام ورکړو.»

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې چې ناټو افغانستان ته د خپلو شریکانو سره په ګډه د تللو پرېکړه کړې او «موږ په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمن یو، ځکه زموږ د امنیت په ګټه دی، ترڅو ډاډ تر لاسه کړو چې بیا دغه خاوره د تروریستانو په امن ځای بدل نشي.»

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون یوه مهمه برخه ده. دا تړون د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو.

د تړون په اساس د طالبانو ۵۰۰۰ جنګیالي او له طالبانو سره نیول شوي ۱۰۰۰ افغان سرتېري پرېښودل شول او اوس په د دواړو خواو ترمنځ‌ د سولې مذاکرات روان دي.

XS
SM
MD
LG