د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته یو شمېر نوي راغلي افغانان د اسنادو له تکمیلېدو مخکې له کمپونو وتلي


امریکا ته تازه راغلي په زرګونو افغان مهاجر په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي او د هغوی د دوسیو د بشپړیدو کارونه روان دي چې د بیا میشتولو د پروګرام له مخې پدې هیواد کې خپل نوی ژوند پیل کړي.

خو د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې ددغو افغان مهاجر له جملې څخه په سلګونو تنه یې د اسنادو د ترلاسه کولو د بهیر تر بشپړېدو او په امریکا کې د میشت کیدو د خدماتو د ترلاسه کولو دمخه له پوځي اډو څخه وتلي دي.

ددې رپوټ له مخې د هغو مهاجرینو شمیر چې پوځي اډې یې خوشې کړي ۷۰۰ تنو ته رسیږي او امکان شته چې دغه شمیر له دې هم زیات وي.

د مهاجرینو د حقونو مدافعان وايي د هغو خطرونو په اړه اندیښمن دي چې افغان مهاجرین ددغه پیچلي خو رضاکارانهبهیر په خوشې کولو سره ورسره مخ کیږي.

د متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت ویاند پدې هکله له تبصرې ډډه وکړه خو وویل چې هغوی چې له اډو څخه وتلي یا په امریکا کې کورنۍ او خپلوان لري او یا هم د خپل ملاتړ لپاره منابع لري.

هغه همداشان وویل چې یو شمیر نور کسان یا د امریکا اوسیدونکي وو یا یې دایمي اقامت درلود، یا هم د ځانګړو ویزو د پروګرام له مخې راغلي وو او کارونه یې ژر خلاص شوي او له پوځي اډو وتلي دي.

له اډو څخه د وتلو تاوان

هغه افغان مهاجر چې د اسنادو د پړاونو تر بشپړیدو دمخه د پوځي اډو څخه وتلي ارزښتناک امتیازونه لکه د کار کولو د جواز او د اوسیدنې د ځای د ترلاسه کولو فرصت یې له لاسه ورکړی او په راتلونکې کې د امریکا د مهاجرت په پیچلي سیستم کې د حقوقي ستونزو سره مخامخ کیږي.

د امریکا د مهاجرت او اوسیدنې د ادارې یو مقام د خپل نوم له ذکر کولو پرته وویل چې د امریکا د مهاجرت سیستم ډیر مغلق دی او هغه افغانان چې د اسنادو له تکمیلولو دمخه له کمپونو څخه وځي د کلونو لپاره به د مهاجرت له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

هغه امتیازونه چې د افغانستان څخه تخلیه شویو کسانو ترلاسه کړي د هغو امتیازونو په پرتله چې نورو مهاجرینو ته ورکول کیږي محدود دي. خو داسې بریښي هغه لایحه چې کانګرس تیره اوني تصویب کړه ښایي دغه بهیر بدل شي.

کانګرس همداشان یو بودجه تصویب کړه چې د تازه راغلو افغان مهاجرو سره پراخې مرستې وشي.

تصویب شوې لایحه د افغان مهاجرو د اسنادو د مرحلو چټکیدل غوښتي خو هغه شمیر مهاجر چې کمپونه یې خوشې کړي د اسنادو د پړاونو د تیرولو د بیا پیل کیدو لپاره به حقوقي لارښونې ترلاسه نکړي.

یو طرفه لار

د مهاجرت د چارو کارپوهان وایي هغو افغانانو چې پوځي اډې یې خوشې کړي د امریکا قوانین یې تر پښو لاندې کړي او پوځي مقامات هم نشي کولای د هغوی له خوښې پرته هغوی په اډو کې وساتي.

خو د وړاندې شویو اسنادو له مخې افغان مهاجرو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د اسنادو او د میشت کیدو د بهیرونو له تکمیلیدو دمخه له کمپ څخه ونه وځي. پدغو اډو کې د اسنادو د پړاونو د تیریدو سربیره مهاجرین حتی هر هغه ایالت ته چې وغواړي سفر وکړي هم نغدې پیسې ترلاسه کوي.

خو که پوځي اډه یې خوشې کړه بیا نشي کولای بیرته ورشي او خپل امتیازونه له لاسه ورکوي.

اوسمهال په امریکا کې په پوځي اډو کې شاوخوا ۵۳۰۰۰ افغان مهاجر مېشت دي‌ او ښايي لسګونه زره نور هم را انتقال کړل شي.

XS
SM
MD
LG