د لاس رسي وړ اتصالات

  د ایرانۍ مدني فعالې مهسا امیني څلورم تلین

ژینا مهسا امیني هغه پیغله چې نوم یې په ایران کې د معاصر تاریخ د اعتراضونو له یوې خورا مهمې دورې سره نه بېلېدونکې اړیکه پیدا کړه.

د( سپتمبر ١٦) د ایرانۍ مدني فعالې مهسا امیني د مړینې څلورم تلین سره برابره ده.

٢٢ کلنه ژینا مهسا امیني د سقز اوسېدونکې وه ، هغه له خپلې کورنۍ سره تهران ته تللې وه. هغه نه د سیاست او نه هم د اعتراض لپاره بلکې یوازې د یوې کورني سفر لپاره تللې وه ترڅو له خپلو خپلوانو سره وګوري.

د سپتمبر په ۱۳مه، ماسپښین مهال، د حقاني میټرو سټیشن ته نږدې، د اخلاقي څار د څانګې پولیسو (ګشت ارشاد) هغه د نامناسب حجاب په پلمه ونیوله او وروسته یې د وزراتوقیف ځای ته یوړله.

د هغې د کورنۍ په وینا، مهسا د نیول کېدو پر مهال ویلي وو: "موږ په دې ښار کې پردي یو."

د هغې ورور ته هم ویل شوي وو چې اندېښنه ونه کړي؛ ځکه چې هغه د یوې تشریحي غونډې (د لارښوونې او توجیهي ناستې) لپاره وړل کېده او په یوه ساعت کې باید خوشې شوې وای.

خو مهسا خوشې نه شوه؛ بلکې لږه شیبه وروسته، له وزرا کمپلیکس څخه یو امبولانس راووت چې مهسا په بې هوښه حالت کې د کسرا روغتون ته پکې لیږدول شوې وه.

خلکو په اندېښنې سره په روغتون کې د مهسا د حالت په اړه تازه معلومات تعقیبول تر هغه چې د سپتمبر په ۱۶مه دا خبر خپور شو چې مهسا ژینا امیني مړه شوې.

د هغې کورنۍ ټینګار کاوه چې هغه روغه جوړه وه، او عیني شاهدانو د توقیف مرکز ته د هغې د لیږد پر مهال له حکومتي ځواکونو سره د فزیکي شخړې راپور ورکړی و؛ خو پولیسو دا ادعا رد کړه او دایران چارواکو د هغې مړینه یوې مخکینۍ روغتیايي ستونزې ته منسوب کړه.

یوه ځوانه ښځه چې ټاکل شوې وه یوازې څو ورځې وروسته بیرته کور ته راستانه شي خو د هغې جسد بیرته سقز د هغې اصلي ټاټوبي ته راوړل شو.

د هغې په جنازه کې، میرمنو خپل حجابونه لرې کړل او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل؛ ناڅاپه د خلکو له منځ څخه یو شعار پورته شو: "ښځه، ژوند، ازادي".

یو داسې شعار چې په چټکۍ سره له سقز څخه هاخوا لاړ، د ایران واټونو ته ورسېد او وروسته په ټوله نړۍ کې واورېدل شو.

د ژینا پر قبر یوه جمله لیکل شوې وه چې وروسته یې نوې معنا وموندله:

"ګرانې ژینا، ته به مړه نه شې؛ ستا نوم به په یوه (سمبول) بدل شي."

د مهیا نوم ورور له هغو اعتراضونو سره یوځای شو چې ایران یې د میاشتو لپاره د پراخو ولسي پاڅونونو پر ډګر بدل کړ.

د ژینا مهسا امیني له مړینې وروسته درې کلمې د هغې له نوم سره یوځای په یاد کې پاتې دي: ښځه، ژوند، ازادي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG