د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د انعکاس تلویزون درې ښځینه کارکونکې وژل شوې


د انعکاس تلویزون د خپلو کارکوونکو وژل تائید کړي
د انعکاس تلویزون د خپلو کارکوونکو وژل تائید کړي

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې وسله والو دوو جلا پېښو کی د انعکاس په نامه خصوصي تلویزیون درې کارکوونکې په ډزو وژلي او یوه بله عمر خوړلې مېرمن یې ټپي کړې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي یو کس یې د دغې پېښې په تړاو نیولی دی او تحقیقات یې ترې پیل کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا پېښه غندلې ده.‌ د ارګ اعلامیه وايي چې طالبان په دا ډول بریدونو سره د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او د جمهوریت غږ نشي چوپ کولی.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وایي چې یوه پېښه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شوې ده چې وسله والو د انعکاس تلویزیون په دوو ښځینه کارکوونکو ډزې کړي او دواړه یې ځای پر ځای وژلې دي.

په دغو ډزو کې یوه زړه مېرمن چې په لاره تېرېدله هم لګېدلې او ټپي شوې ده.

نوموړي ویلي چې بله پېښه د څلورمې ناحیې د قصبې په سیمه کې شوې ده چې د انعکاس تلویزیون بله کارکوونکې کور ته پر لاره وه چې وسله والو ویشتلې او وژلې ده.

د انعکاس تلویزیون ویلي چې د دوی د دوبلې برخې درې کارکوونکې وسله والو وژلې دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې روغتون ته یې درې ښځینه جسدونه او یوه ټپي مېرمن ور وړل شوې.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه بریدونه غندلي دي او د طالبانو ډله یې پرې تورنه کړې ده. حو طالبانو ویلي چې پدې بریدونو کې یې لاس نه درلود او د داعش ډلې ادعا کړې چې بریدونه دوی کړي دي.

څو میاشتې مخکې وسله والو د انعکاس تلویزیون یوه خبریاله ملاله میوند هم ووژله.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هغه وخت وویل چې د ملاله میوند د قتل په تور یې ځينې کسان نیولي دي، خو لا معلومات نشته چې دا کسان څوک وو، ولې یې ملاله ووژل.

په جلال اباد کې دا پېښه داسې مهال کیږي چې همدا نن د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب غږ وکړ.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې په افغان خبریالانو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې وسله وال طالبان په افغان خبریالانو بریدونه کوي، خو طالبان دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG