د لاس رسي وړ اتصالات

جلال آباد: ځوانان د خپلواکۍ ورځ په نوي رنگ سره لمانځي


 ځوانانو،مدني فعالانو او خبریالانو په شریکه د جلال آباد ښار ښکلا ته ملاتړلې
ځوانانو،مدني فعالانو او خبریالانو په شریکه د جلال آباد ښار ښکلا ته ملاتړلې

د افغانستان د استقلال ٩٦ کلیزه چې د زمري په اته ویشتمه لمانځل کیږي. د تیرو کلنو په نسبت سږ کال ورته ډیر زیات تیاری نیول شویدی.

په ځانگړې توگه ځوانانو د افغانستان په مختلفو برخو کې ددې ورځې لپاره ځانگړي پروگرامونه جوړ کړي او په جوش او جذبې سره د ملي ورځې هرکلی وايي .

هدایت الله زهیر وايي چې دوي غواړي ولس د دې ورځې په ارزښت خبر شي
هدایت الله زهیر وايي چې دوي غواړي ولس د دې ورځې په ارزښت خبر شي

په جلال آباد ښار کې د تیرو څو ورځو راهسې یو شمیر ځوانان چې د مدني ټولنې غړي، خبریالان او لوبغاړي هم پکې شامل دي په خپل ابتکار او مصرف د ښار د ښکلا په کار بوخت دي. دوي زیات شمیر ملي بیرغونه تیار کړي او د ښار په چوکونو او لارو کوڅو کې ېې ځړولي دي.

همداشان د ننگرهار مرکز د جلال آباد ښار د بریښنا په څراغونو هم ښکلی کړای شوی دی.

د جلال اباد ښار د بازار یوه څنډه ،هر خوا ملي بیرغونه لیدل کیږي
د جلال اباد ښار د بازار یوه څنډه ،هر خوا ملي بیرغونه لیدل کیږي

د دې ځوانانو نه یو هدایت الله زهیر دی چې وايي دوي د استقلال د ورځې دپاره دا خاص اهتمام ځکه کړی چې نړۍ ته د افغانستان یو ښکلی اړخ وښایو او ثابته کړو چې افغانان هم ژوندي دي.

د ښاغلي زهیر ملگرو شپه ورځ زیار ایستلی او د جلال اباد څلور لارې، چوکونه او ودانۍ ېې په تور سور زرغون بیرغ پټې او ښکلې کړيدي. دوي نه یوازې د ورځې بلکې د شپې هم خپل کار ته دوام ورکړی او د استقلال د شپې پورې ېې خلک خبر کړي او د دې ورځې لمانځلو ته ېې رابللي دي.

ښاغلی زهیر وايي چې دوي به په خاص جشن، خوشالیو او اتڼونو سره دا ورځ لمانځي او نړۍ ته به دا پیغام ورکوي چې افغانستان یو آزاد هیواد دی او ولس ېې په آزادۍ مئین دی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:08 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG