د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د پخواني صدراعظم د ترور په هکله غبرګونونه


په جاپان کې پولیس وایي د پخواني صدراعظم شینزو ابې قاتل یې نیولي او د پیښې په هکله ترې پوښتنې ګرویګنې کوي.

ښاغلی ابې چې جمعه جولای ۸ (چنګاښ ۱۷) یې په یوې انتخاباتي غونډې کې خلکو ته وینا کوله، لومړی په ډزو کې ټپي او وروسته یې سا ورکړه.

پولیس وایي د پخواني صدراعظم د قتل په تور یې ۴۱ کلن شخص نیولی او په لومړنیو تحقیقاتو کې قاتل منلې چې دا کار یې ځکه کړی چې "عقیده یې درلوده ښاغلی ابې د یوې ډلې سره اړیکې درلودې".

سره لدې چې پولیسو تر اوسه ندي ویلي قاتل د کومې ډلې نوم اخیستی خو په جاپاني مطبوعاتو کې داسې ویل شوي چې د قاتل هدف یوه مذهبي ډله وه.

په ویډیوګانو کې چې په مطبوعاتو کې خپرې شوي ښودل کیږي چې برید کوونکی د شا لخوا د پخواني صدراعظم په لور ورځي او وسله یې چې په یوې بکسې کې پټه کړې وه راباسي او ډزې کوي.

پولیسو د وژل شوي صدراعظم د مړینې په تور ۴۱ کلن مشکوک شخص نیولی.
پولیسو د وژل شوي صدراعظم د مړینې په تور ۴۱ کلن مشکوک شخص نیولی.

پولیسو ویلي چې قاتل بې روزګاره و او داسې ادعاوې هم کیږي چې دې قاتل د جاپان په بحري ځواکونو او د جاپان په دفاعي ځواکونو کې خدمت کړی او داسې ښکاري چې د برید لپاره یې وسله هم پخپله جوړه کړې وه.

ډاکټرانو ویلي چې ښاغلي ابې ډیره وینه ضایع کړې وه او روغتون ته تر رسیدو وړاندې یې ساه ورکړې وه. ډاکټرانو همدرانګه ویلي چې د جاپان دا تر ټولو مشهور سیاستوال په غاړې کې څو مرمۍ لګیدلی و او ټپونه یې دومره شدید و چې آن د هغه زړه ته یې زیان رسولی و.

غبرګونونه:

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا ویلي چې دې قتل ټول جاپن لړزولي او دا قتل یې داسې "وحشیانه کړنه" او "نه بښلو وړ" بللې. ښاغلي کشیدا د پخواني صدراعظم د مړینې د خبر په اوریدو وژړل او وې ویل چې د ویلو لپاره ټکي نلري


په همدې حال کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د شنیزو ابې په مړیني یې "ټکان خوړلی، په ژوره توګه خفه شوی او قهریدلی". ښاغلي بایډن چې په واشنګټن کې د جاپان د سفیر د اوسیدو په ځای کې د وژل شوي صدراعظم په یاد په کتاب کې د لاسلیک کولو لپاره تللی و امر کړی چې په ټولي امریکایي حکومتي ادارو کې به ملي بیرغ نیم ځوړند وي.


د جاپان د دې ۶۷ کلن صدراعظم په مرګ آن د سیمې هغو ځواکمنو هیوادونو خفګان څرګند کړی چې ښاغلې ابې ورسره د واک پر مهال جنجال هم کړی و. د جنوبي کوریا جمهور رئیس یوون سوکی یول د شنیزو ابې مړینه د "نه منلو وړ" بللې او په جاپان کې د چین سفارت بیا د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه کیدو او پرمختیا کې د وژل شوي صدراعظم د نقش ستاینه کړې.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټویټر کې د جاپان د وژل شوي صدراعظم په مړینې د خفګان څرګندونو تر څنګ لیکلي چې "ټول هند د جاپانیانو سره ویر کوي او پدې سختې شیبې کې د خپلو جاپاني وروڼو او خویندو سره یو ځای یو".

ښاغلي مودي همدرانګه په اعلامیې کې لیکلي چې "نړۍ د نظریې خاوند او ما یو ملګری د لاسه ورکړ".

شینزو ابي ۶۷ کلن و او په ۲۰۲۰ کال کې یې د روغتیايي ستونزو له امله د جاپان د صدراعظم په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه.

هغه له کار څخه د ګوښه کیدو دمخه خبریالانو ته ویلي و، چې دا ډول پرېکړه یې د کولیټ د ناروغۍ (د کلمو د پړسوب) د بیا پیښیدو له کبله کړې ده. د ښاغلي ابې د دندې موده په ۲۰۲۱ کال کې پای ته رسیدله.

ښاغلي ابی د خپل تره، اساکو ساتو د ریکارډ په ماتولو سره چې د ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۲ پورې د جاپان صدراعظم و، د جاپان په تاریخ کې د ترټولو اوږد مهاله صدراعظم په توګه دنده وکړه.

XS
SM
MD
LG