د لاس رسي وړ اتصالات

د گمبیری دښته د جاپان په مرسته په شنو کروندو بدله شوه


دغه پروژه د یوې جاپانۍ موسسې له خوا په ۲۰۰۳ کال کې د کانال په کیندلو پیل شوه.
دغه پروژه د یوې جاپانۍ موسسې له خوا په ۲۰۰۳ کال کې د کانال په کیندلو پیل شوه.

د جاپان د اوبو لګولو دودیزو سیستم د افغانستان خړو دښتو ته نوی ژوند بخښلی دی. د اوبو دغه جریان نه یواځې فارمونو ته گټه رسوي، بلکې د ځایي اوسیدونکو لپاره د کارونو او امنیت په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.

د ګمبیري، سیمه وچه دښته وه، خو د جاپان د حکومت په مرسته پکې یوه ۲۵ کیلومتره اوږده ویاله جوړه شوې ده چې دغه دښته یې په شنه ځنګل او د غنمو په کروندو بدله کړې ده.

دغه پروژه د یوې جاپانۍ موسسې له خوا په ۲۰۰۳ کال کې د کانال په کیندلو پیل شوه.

ددې موسسې مشر ډاکتر تیتسو ناکامورا وايي چې دغه پروژه ددې لپاره رامنځته شوه چې د څو لسیزو له جګړو او ناآرامیو نه وروسته د افغانستان د راتلونکې په خوندي کولو کې مرسته وشي.

ښاغلی ناکامورا وویل " دې هېواد ته له جگړې نه هېڅ په لاس نه ورځي. که مونږ تیرو دیرشو کلونو ته ځیر شو، نو بې له ورانۍ نور هیڅ شی نه ګورو."

دې پروژې نه یواځې ددی سیمې بڼه بدله کړې ده، بلکې د افغانستان د خلکو په ژوند کې یې هم بدلون رامنځته کړی دی.

هغه افغانان چې ګاونډی پاکستان او ایران ته تښتیدلي وو، وروسته له هغه راستانه شول چې د اوبو د دې سرچینې په اړه خبر شول.

د ګمبیري سیمی ېو اوسیدونکی دین محمد څو کلونه دمخه دې سیمې ته راستون شو او اوس ددې ویالې د دیوالونو د ساتلو لپاره، تارګې او باړونه جوړوي. هغه وايي چې مخکې دا سیمه یوه دښته وه خو کله چې اوبه راغلې نو له ځای سره یې پرمختیا هم راوستله "اوس دلته ډیرې ونې، پټي او کارونه پېدا شوي دي."

د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي د افغان او جاپانې چارواکیو له یوې ډلې سره په دې وروستیو ورځو کې ګمبیری ته تللی و چې پرخلکو ددې پروژې اغیزې وګوري.

هغه د ګمبیري په پارک کې د خرماو هغه ونې کښینولې چې د متحده عربي اماراتو د حکومت له خوا نه د مرستی په توګه ورکړل شوې وي.

د جاپان سفیر وویل "ددې لپاره چې په افغانستان کې کرنې ته وده وړکړل شي، مونږ دیته اړیو چې د ګمبیري په څیر نورې پروژې هم پېل کړو، او که دا پروژې بریالې شوې، نو زه په ټینگه دا ویلی شم چې مونږ به وکولای شو په افغانستان کې آرامي او سوله ټینګه کړو."

د افغانستان حکومت هیله لري چې د کارونو په رامنځته کولو سره به دا پروژه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا د خلکو د ګمارلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدلله ضمیر وايي چې دا پروژه به سوله او امنیت راولي.

هغه وویل "کله چې مونږ خلکو ته د کار فرصتونه او د کرنې فرصتونه برابروو، دا به د ترهګرو ډلو له خوا نه د خلکو د ګمارلو مخه ونیسي."

د افغانستان حکومت له جاپان نه غوښتي دي چې د اوبو لګولو داسې نمونې ددې هیواد په لږ تر لږ شپږو نورو ولایتونو کې هم عملي کړي.

XS
SM
MD
LG