د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د ځوانانو د ځان وژنې د مخنیوي د پاره په تشناب کاغذونو پیغامونه خپروي


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په مرکزي جاپان کې چارواکو په تشناب کاغذونو باندې داسې پیغامونه چاپ کړي دي چې ځوانانو ته ډاډګېرنه ورکړي او له ځان وژنې څخه یې وژغوري.

ځان وژنه په جاپان کې له ډیر وخت راهیسې جدي ستونزه ده او د ډیرو نورو ځایونو په څېر، په دغه هېواد کې هم د کرونا وبا په میاشتو کې د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي دي.

د جاپان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د ښوونځي د عمر په زلمیانو کې د ځان وژنې پیښې په بې ساري ډول ۴۹۹ ته ورسېدې.

د یاماناشي ولایت چارواکي فکر کوي چې پر تشناب کاغذونو باندې د ډاډګیرنې پیغامونه او د مرستې د تلیفون شمېرې چاپول ښايي د هغو ځوانانو د لاسنیوي ګټوره او خوندي لار وي چې له پریشانۍ او ژور خپګان څخه رنځیږي.

ددې ولایت چارواکي، کینیچي میازاوا د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې پر دغو تشناب کاغذونو لیکل شوي: "ته اوس په تشناب کې یوازې یې. موږ فکر کوو چې په دغسې حالت کې پر تا باندې افسردګي غلبه کوي."

تېره میاشت د تشناب کاغذونو ۶۰۰۰ بستې چې دا ډول پیغامونه او د مرستې د تلیفون شمېرې ورباندې چاپ شوي، په ۱۲ پوهنتونو کې وېشل شوي دي.

د رواني درملنې د کارپوهانو له خوا د لیکل شویو دې پیغامونو سره ځینې تصویرنه هم کښل شوي، لکه د یوې ښځې تصویر چې چترۍ یې نیولې او آسمان ته ګوري او یا د یوې پیشو عکس چې یوازې ناسته ده.

پر سپین کاغذ باندې په شنه رنګ لیکل شوي یوه پیغام کې راغلي: "ګرانه! د یو چا دپاره دردناکې ورځې تېرول ښايي بده خبره نه وي. حتمي نده چې هر څه راته ووایې... خو یو څه خو راته ووایه."

XS
SM
MD
LG