د لاس رسي وړ اتصالات

د ناکامورا کورنۍ او دوستان د هغه د مړي د انتقال لپاره کابل ته رسیدلي


د ډاکټر ناکاموار د کورنۍ غړیو په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل.
د ډاکټر ناکاموار د کورنۍ غړیو په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل.

د جاپاني ډاکتر او خیریه کارکوونکي ډاکټر تتسو ناکامورا، د کورنۍ غړي کابل ته تللي چې د هغه مړی جاپات ته انتقال کړي.

د ډاکتر ناکامورا د کورنۍ د غړو په منځ کې چې کابل ته تللي د هغه میرمن او لور هم شامل دي. جاپاني مقاماتو ویلي چې د ډاکتر ناکامورا درې همکاران او د هغه د ښوونځي د وخت یو دوست د هغه د کورنۍ له غړو سره مل دي.

ډاکتر ناکامورا شاوخوا ١٨ کاله په افغانستان کې دننه د روغتیایي خدمتونو او اوبو د مدیریت په برخو کې کار وکړ. هغه د سربندونو په جوړولو سره د ننگرهار ولایت په ښیوه او کامې ولسوالیو کې د زرگونو جریبه ځمکې د خړوبولو لپاره زمینه برابره کړه. هغه په سیمه کې پراخ محبوبیت درلود.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې په ماښام (دسمبر ٦) د ډاکټر تتسو ناکامورا د ښځې او لور سره په ارګ کې وکتل او د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب یې د نوموړي کورنۍ‌، د جاپان دولت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګېرنې مراتب څرګند کړل.

ښاغلي غني وویل: "ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت و چې په تېرو ۲۲ کلونو کې یې په خپلو ګټورو فعالیتونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ځینو سیمو خلکو ژوند بدل کړی دی." هغه زیاته کړه، د ډاکټر ناکامورا وژنه یوه فاجعه ده او ټول افغان ولس پر دغې پېښې غمجن دی.

ناکامورا د افغانانو په منځ کې د "کاکا مراد" په نامه شهرت درلود او د مړینې دننه په افغانستان کې پراخه غوسه راپارولې ده. ډاکټر ناکامورا او څلور همکاران یې د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د ننګرهار په ښار کې وسله والو ووژل.

بریدگر له حملې وروسته تښتیدلي او پولیسو پدې هکله د پلټنو د پیل کولو خبر ورکړی دی. طالبانو یا بلې کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دې برید د کولو ادعا نده کړې.

د ډاکتر ناکامورا مړی د کابل په یو پوځي روغتون کې ساتل کیږي او ټاکل شوې چې ډیر ژر د جاپان د فوکواکا انتقال شي.

تمه ده چې د افغانستان حکومت د شنبې په ورځ د ډاکتر ناکامورا د کارونو او فعالیتونو په درناوي ځانگړي مراسم ونیسي. د روان کال په لومړیو کې جمهور رئیس محمد اشرف غني ډاکتر ناکامورا ته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.

د افغانستان په څو ښارونو کې د ډاکتر ناکامورا په درناوي او یادښت د شمعو بلولو مراسم روان دي او د جمعې په ورځ په جلال آباد ښار کې یوه څلور لارې د هغه په نوم ونومول شوه.

ددې سره جوخت د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت په وړاندې مظاهرې وشوې او اعتراض کوونکو د پاکستان استخباراتي اداره د ډاکتر ناکامورا په وژنه کې په لاس لرلو تورنه کړه. تر اوسه پدې اړه هیڅ ډول شواهد ندي وړاندې شوي او دغه تور په رسمي توگه هم ندی مطرح شوی.

XS
SM
MD
LG