د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې وسله والو ډاکټر ناکامورا وواژه


ډاکټر ناکامورا
ډاکټر ناکامورا

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جاپان د سولې او طبي خدمتونو «PMS» خیره موسسې مشر ډاکټر ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هغه نن چهارشنبه سهار اته بجې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو وسله وال برید پرمهال سخت ټپي شوی و، افغان موټر چلوونکی او څلور ساتونکي یې وژل شوي و.

نوموړی تر ټپي کېدو وروسته د بېړنې درملنې په هدف په جلال اباد ښار کې روغتون ته لېږدول شوی و، چې نن تر غرمې مخکې د لا درملنې په هدف کابل ته د انتقال پر مهال ساه ورکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د ډیسمبر پر۴مه«لېدنۍ۱۳مه» امریکا غږ ته وویل:"ناکامورا بګرام ته انتقالې دی، د ننګرهار هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې طیارې ته د پورته کېدو پر وخت یې ساه ورکړې."

د ننګرهار د والي ویاند تائید کړه، چې په دغه برید کې د هغه افغان موټر چلوونکی او څلور ساتونکي هم وژل شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ظاهر عادل هم امریکا غږ ته وویل، چې د پېښې له ځایه ورته پنځه جسدونه ور وړل شوي دي.

د پېښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې دا برید د ښار په منځ کې د سولې کاروان دفتر سره څېرمه دریو وسله والو کړی دی او وسله وال تښتېدلي دي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر ملک ظهور امریکا غږ ته وویل چې ډاکټر ناکامورا په کامې او ښېوې ولسوالیو کې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ابي کړه او بیا یې پکې باغونه جوړ کړل او همدا شان یې شل زره جریبه ځمکې د خړبولو لپاره پنځه کانالونه جوړ کړل.

نوموړي وویل:"یو عمومي کانال دی چې د نورګل له ولسوالۍ پیلیږي او د لغمان ګمبیري ته رسېږي. بل د کاشکوټ کانال دی، بل کامې ولسوالۍ د کوټې تارانو کانال دی او همدا شان یې د سیند د مهال کولو لپاره هم پروژې پلې کړې دي."

هغه افغانستان ته په ۲۰۰۸ میلادي کال کې راغلی و.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا ته په افغانستان کې په ځانګړي ډول ننګرهار کې د اوبو د مدیریت او کرنې سکټور په برخه کې د ښه خدمتونو له امله د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و.

ملګرو ملتونو، افغان چارواکو او د ټولنیزو رسنیو ګڼو کار کوونکو د نوموړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي او بلې ډلې هم تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG