د لاس رسي وړ اتصالات

جې ډي ونس: ایران سره خبرو کې ډیر پرمختګ شوی

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس وایي چې واشنګټن له تهران سره په خبرو کې ډیر پرمختګونه کړي.

ونس د پنجشنبې په ورځ (مې ۲۸) وویل د هغه په باور ایران حد اقل تر اوسه په ښه نیت خبرې کوي او یاد هیواد د یوې هوکړې غوښتونکی دی.

ونس په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې سرچینو امریکا غږ ته تایید کړې چې واشنګټن او تهران د اوسني اوربند په غځیدو هوکړه کړې خو ولسمشر ټرمپ لا نده تائید کړې.

ونس د یوې خبریالي په ځواب کې چې آیا ولسمشر به له دې هوکړې سره موافقه وکړي که نه، وویل:"فکر کوم دا ستونزمنه ده چې دقیقا وویل شي کله او یا به ولسمشر دا هوکړه لاسلیک کړي. موږ په څو برخو کې د متن په محتوا بحث کوو. فکر کوم موږ ډیر پرمختګ کړی دی. "

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال وویل ایرانیان د یوې هوکړې او د هرمز تنګي د خلاصیدو غوښتونکي دي.

هغه وویل: "دا ډیره څرګنده ده چې ایرانیان یوه هوکړه غواړي او غواړي چې د هرمز تنګی خلاص شي. موږ له هغوی څخه غواړو چې هرمز تنګی خلاص کړي. د اټومي مسایلو په اړه یو څو مورده شته، په لوړه کچه غني شوي یورانیم، همدارنګه د یورانیمو د غني کیدو په اړه. تاسې پوهیږئ چې موږ په دې اړه بحث کوو. "

ونس په داسې حال کې له ایران سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکوي چې امریکایي ځواکونو په روانه اوونۍ کې دوه ځله د ایران د مزایلو سیمې او ډرونونه په نښه کړل. واشنګټن ددې بریدونو هدف د ځان دفاع وګڼله.

بلخوا سرچینو امریکا غږ ته تایید کړې چې واشنګټن او تهران د اوسني اوربند په غځیدو هوکړه کړې خو دا هوکړه تر اوسه د ولسمشر ټرمپ له خوا تایید شوې نده.

امریکايي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې واشنګټن له تهران سره د ایران پر رژیم د امریکا په مشرۍ عملیاتو کې د ۵۰ ورځو راهېسې د روان اوربند د مودې د غځولو لپاره لومړنۍ هوکړې ته رسېدلی دی.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسینټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ایران ته روښانه پیغام درلود.

سکاټ بیسنټ:" هغه په څرګنده وویل. ایران باید په لوړه کچه خپل غني شوي یورانیم تسلیم کړي. هغوی اټومي وسلې نشي ترلاسه کولی او د هرمز تنګی باید د ترانزیت لپاره خلاص وي. هغه به یوه خرابه هوکړه ونکړي. هغه به د امریکا د خلکو لپاره یوه غوره هوکړه وکړي."

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د ایران د پوځ د تیلو پر تجارت، نوي بندیزونه ولګول. د مالیې وزارت ویلي دي چې پر هغو اتو کښتیو یې بندیزونه لګولي چې نړیوالو مارکیټونو ته یې د ایران تیل او پترویشمي مواد لیږدول.

د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي واشنګټن به د ایران حکومت ته اجازه ورنکړي چې د خپلو ځواکونو او پوځ د وړتیاوو د جوړیدو په هدف د تیلو عواید ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG