د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان ښځو په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندې شو 


په فرانسه کې د کن فلمي نندارتون. په منځ کې په سره لباس کې ولاړه جینیفر لاورنس ده
په فرانسه کې د کن فلمي نندارتون. په منځ کې په سره لباس کې ولاړه جینیفر لاورنس ده

د یکشنبې په ورځ د فرانسې په فلمي نندارتون «کن» کې د افغان ښځو د ورځني ژوند په اړه یو مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.

د دغه فلم پروډیوسره د اوسکار د جایزې ګټونکې امریکايي فلمي ستورې جینفر لاورنس ده. په فلم کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د دریو افغان ښځو وضعیت ښودل کېږي. فلم «ډوډۍ او ګلابونه» نومېږي.

د دغه فلم صحنې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې په پټه ثبت شوې دي.

کله چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شول، جینفر لاورنس او پروډیوسر جسټن سیاروکي ته دا فکر ور ولویده چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره څه کولای شي.

سیاروکي د هالیووډ یو خبریال ته ویلي دي چې «جینفر دا خبره وکړه چې باید په افغانستان کې یو فلم جوړونکی پیدا شي او امکانات ورته برابر کړل» شي.

دوی بالاخره صحرا ماني پیدا کړه چې دا کار وکړي. صحرا ماني تر دې مخکې هم د «زما په څېر زرګونه نجونې» په نامه یو بل مستند فلم جوړ کړی و، چې په کې په جنسي لحاظ ځورول شوې نجونې عدالت غواړي.

هغې د خپل نوي مستند فلم په اړه ویلي دي: «دا فلم د افغان ښځو یو پیغام انتقالوي، یو ساده پیغام؛ لطفآ د هغو خلکو غږ شئ چې د طالبانو د دکتاتورۍ لاندې غږ نشي اېستلای.»

صحرا ماني د کن ویبسایټ ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې غواړي د دغه فلم له لارې نړۍ ته وښيي چې څنګه د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د ښځو ژوند بدل شو. وايي فلم اخیستل هم ورته ستونزمن وو.

هغې وویل: «ښځې نشي کولای چې له حجاب [د طالبانو د خوښې] پرته له کور څخه ووځي. ما فکر وکړ چې باید د دوی داستانونه [نړۍ ته] ووایو.»

صحرا ماني‌ وايي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د دغه مستند فلم د اخیستونکو او هغو خلکو چې فلم یې اخیستل شوی، خوندیتوب ورته تر هر څه مهم و.

صحرا ماني وايی: «د طالبانو په حاکمیت کې چې څنګه د دوی [ښځو] ژوند بدل شو، دا زموږ لپاره د هرې ورځ حقیقت دی. دا تر دکتاتورۍ لاندې ژوند دی، یو تریخ حقیقت دی چې سترګې ترې پټېدای نشي.»

طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په افغان ښځو باندې کلک بندیزونه ولګول، هغوی ته د کار، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي مشارکت او له [محرم پرته] د سفر اجازه نه ورکوي. د بشر حقونو سازمانونو د طالبانو دا بندیزونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي.

XS
SM
MD
LG