د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې شامل وي


د ناټو سرمنشي ینس سټولنټنبرک
د ناټو سرمنشي ینس سټولنټنبرک

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د چهار شنبې په ورځ د ( فبروري په ۱۳) د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې وویل افغان حکومت باید د سولې په هر راز خبرو اترو کې ګډون ولري.

سټولټنبرګ د افغانستان د مشکل د هواري لپاره د سولې د روانو هڅو کلک ملاتړ وکړ او ویې ویل په دې خبرو کې باید افغان دولت شامل وي.

سټولټنبرک زیاته کړه" موږ خلیلزاد سره په نږدې تماس کې یو. هغه د افغانستان د سولې په اړه له طالبانو سره د خپلو لیدنو په اړه درې ځله ناټو ته معلومات ورکړي دي. زه غواړم چې د ولسمشر غني وړتیا او نوښتگري وستایم چې تیر کال یې وښوده. افغان حکومت ددې بهیر مهم جز دی"

د ناټو سرمنشي طالبانو ته روښانه پیغام ورکړ او ویې ویل له افغانستان څخه د وتلو هیڅ پریکړه نده شوې او هڅه کیږي چې په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه مساعده شي.

هغه زیاته کړه ناټو نغواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي خو ټینګار یې وکړ دا سازمان به د افغانستان تر امن کیدو پورې په دې هیواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ینز ستولتنبرگ وویل" په افغانستان کې د ناتو د پوځي حضور هدف د سیاسي او سوله ایزو شرایطبرابرول دي. د ناتو هدف د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کیدل ندي"

ښاغلی سټولټنبرګ وایي اوسمهال د افغانستان وضعیت د پخوا په پرتله ستونزمن دی خو د سولې د ټینګښت لپاره هڅې هم دومداره دي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهار شنبې په بروکسل کې پیل شوې او ټاکل شوېده سبا د افغانستان د سولې د روانې پروسې او له دې هیواد څخه د ناټو د ملاتړ په اړه بحث وکړي.

ناټو غونډه
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

XS
SM
MD
LG