د لاس رسي وړ اتصالات

د دودیزې لویې جرګې رابلل د کودتا هڅه ده؟


د ولسمشر دویم مرستیال وايي هغوې چې جرګه را غواړې نرمه کودتا کوي
د ولسمشر دویم مرستیال وايي هغوې چې جرګه را غواړې نرمه کودتا کوي

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هغه کسان کودتا کوونکي وبلل چې د افغانستان د ملي یوالي د حکومت د بدلون لپاره لویه جرګه غواړي.

ښاغلي دانش په کابل کې د اساسي قانون د اونۍ په غونډې کې وویل "د موقت حکومت د جوړولو او په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د عنعنوي لویې جرګې د جوړولو هڅې د قانون له چوکاټ څخه بهر اقدامات دي او دا یوه نرمه کودتا ده".

نرمه کودتا په دې مانا چې سیاسي واک له جنګ جګړې پرته بدل کړل شي. ښاغلي دانش په کابل کې د سه شنبې په ورځ- جنورۍ ۹- په خپلو خبرو کې د کومې ډلې یا شخص نوم وانخیست، خو د مخکني ولسمشر په ګډون یو شمېر سیاسي ډلو د هیواد د روانو حالاتو د ارزولو لپاره د دودیزې لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې ده.

د افغان ځوانانو د مدني بهیر مشر سیال غورځنګ هم د همدغسې یوې جرګې د رابللو پلوی دی، دوې په دې اړه په کابل او ننګرهار کې غونډې هم کړې وې.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "موږ د حکومت د پیاوړتیا لپاره جرګه غواړو. موږ له طالبانو سره د سولې د خبرو او امریکا سره د شوي تړون او ډیورېنډ د کرښې په اړه لویه جرګه غواړو. موږ د نظام پیاوړتیا غواړو. دوې دې وښي چې موږ او مخکني ولسمشر کرزي دې د کودتا په اړه یوه خبره هم کړې وي؟"

ښاغلي غورځنګ وویل حکومت په لوی لاس هڅه کوي چې د لویو دودیزو جرګو په اړه د خلکو نظر بدل کړي.

د کابل په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپی وايي چې حکومت ځکه د لویې جرګې له جوړولو ډاریږي چې جرګه یې د ړنګولو پرېکړه ونکړي.

ښاغلي ساپي وویل "حکومت هم سم دی او خلک هم سم دي. خو دواړه خپل هدفونه لري. مګر حکومت چې وايي دوې کودتا کوي، زه یې سم نه بولم. دوې خو نظامي اقدام نه کوي چې کودتا دې وبلل شي."

ښاغلي ساپي وویل چې قانون هر چا ته د خبرو او نظر څرګندولو حق ورکړی دی.

څرګنده نده چې که دودیزه لویه جرګه راوبلل شي نو د افغانستان د روانو سیاسي ستونزو حل به وکړاې شي که نه، خو په ۲۰۱۳ کال کې چې لویې جرګې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو پریکړه وکړه مخکني ولسمشر حامد کرزي هغه پریکړه ونه منله.

XS
SM
MD
LG