د لاس رسي وړ اتصالات

د جان اف کنیډې د ترور جزییات افشا کیږي


جان اف کنیډې د امریکا د دموکرات گوند غړی و
جان اف کنیډې د امریکا د دموکرات گوند غړی و

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس جان اف کینډې د ترور د پټو اسنادو په ډاگه کولو امر یې کړی دی.

ښاغلي ټرمپ په ټویټر کې په یو پیغام کې لیکلي چې ددې پټو اسنادو د خپرولو هدف د ښاغلي کینډې د وژلو په اړه د زیاتو معلوماتو لاسته راوړل دي.

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د محرمو حکومتي اسنادو یوه برخه د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په ٢۴ په دې شرط خپاره کړي چې جمهور رئیس ټرمپ یې د خپریدو سره مخالفت ونه کړي.

په متحده ایالاتو کې د قانون له مخې د امریکا حکومت کولای شي د ٢٥ کالو له تیریدو وروسته د ټولو وژنو اړوند اسناد بربنډ کړي، خو که جمهور رئیس تصمیم ونیسي چې ددغه ډول اسنادو خپریدل ممکن د واشنگټن بهرنیو اړیکو ته زیان ورسوي او یا ددې هیواد پوځي او استخباراتي عملیات مختل کړي، په هغه صورت د خپریدو نه یې ډډه کیږي.

په متحده ایالاتو کې څه دپاسه درې زره محرم اسناد موجود دي چې تر اوسه هیڅکله هم خلکو ته ندي وړاندې شوي. خو دمخه د امریکا د حکومت شاوخوا ٣٠ زره محرم اسناد خپاره شوي دي.

زیات شمیر څیړونکي په دې باور دي، هغه محرم اسناد چې ټاکل شوې د جان اف کینډې د وژل کیدو په اړه خپاره شي، په هغو کې پخواني شوروي اتحاد او کیوبا ته د لی هاروی اسوالد، د سفرونو جزییات شامل دي. اسوالد، هغه کس دی چې ښاغلی کینډې یې وژلی و.

XS
SM
MD
LG