د اسیا د فوټبال جام سیالیو په پایلوبه کې نن شپه کوربه قطر وکړای شول چې د اردن ملي لوبډلې ته ۳ د ۱ په مقابل کې ماته ورکړې او پدې توګه د دویم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړي.
د اسیا د فوټبال جام د سیالیو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پایلوبه کې دوه عربي هیوادونه (قطر او اردن) د لیوسل لوبغالي کې پداسې حال کې سره مخ شول چې دغه لوبغالی شاوخوا یو کال مخکې د فوټبال نړیوال جام ګټلو لپاره د لیونل میسي او کیلیان امباپي د یوې په زړه پورې سیالۍ کوربه و.
د قطر او اردن ترمنځ ددغه په زړه پورې پایلوبې، لومړۍ نیمايي د پنالټي شوټ په واسطه د قطر د بریدګر لوبغاړی اکرام عفیف په ګول سره پای ته ورسېده.
خو په دوهمه نیمايي کې د اردن لوبډله چې د لومړي ځل لپاره د اسیا فوټبال جام پایلوبې ته رسیدلې و، وتوانېده چې څو ځلې د قطر ګول په جدي توګه له ګواښ سره مخ کړي. د اردن لوبغاړو پرله پسې هڅو په پای کې نتیجه ورکړه او ددغه ټیم بریدګر لوبغاړی یزن النعیمات په ۶۷مه دقیقه کې لوبه مساوي کړي.
خو د اردن د مساوي ګول خوښي ډیر دوام ونکړ، ځکه اکرم عفیف یوځل بیا وتوانید چې په ۷۳مه دقیقه کې د پنالټي له نقطې څخه د اردن د ګول دروازه پرانیزي او خپله لوبډله ۲-۱ مخته کړي.
داسې معلومیدی چې نن بخت هم د اردن لوبډلې سره مل نه وو، ځکه د اضافي وخت په څلورمه دقیقه کې، قطري لوبغاړی اکرم عفیف یو ځل بیا د پنالټي له نقطۍ څخه خپل دریم ګول وواهه او پایلوبه په همدې نتیجې سره؛ ۳ یو د قطر په ګټه پای ته ورسېده.
یاده دې وي چې د قطر ملي لوبډلې، پایلوبې ته د رسیدو په موخه، په نیمه پایلوبه کې د ایران غښتلي ټیم ته ۳-۲ او اردن جنوبي کوریا ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه.
د اسیا د فوټبال جام سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې د اسیا قارې له هېوادونو څخه د یوه هېواد په کوربه توب ترسره کېږي او د اسیا لویې وچې د فوټبال لوبډلې د غوراوي سیالیو له ترسره کولو وروسته په دغه مهم جام کې د ګډون جواز ترلاسه کولای شي.
فورم \ دبحث خونه