د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یو موټر بمب برید درې پولیس وژلي


پولیس وايي په برید کې ۱۲ تنه ژوبل شوي دي. تصویر: ارشیف

د کابل د امنیې قومندانۍ وايي چې په یو موټر بمب ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې امنیتي ساتونکي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل دي.

پېښه نن یکشنبه اپریل ۴ (وري۱۵) د پغمان ولسوالۍ د «پنجه چنار» په سیمه کې شوې ده.

پولیس چارواکي وايي ځانمرګي خپل کرولا موټر د پولیسو له یو موټر سره جنګولی او چاودنه یې کړې ده.

په برید کې د چارواکو په خبره ۱۲ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

پولیس وايي شاید د تلفاتو شمېر بدل شي ځکه د ځينو زخمیانو حالت هم ښه نه دی.

پولیسو دا د ترهګرو کار بللی دی. خو تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

حکومت په عمومي توګه ددې ډول بریدونو پړه په طالبانو اچوي. په دوحه کې د امریکا-طالبانو د موافقې له لاس لیک کیدو راوروسته طالبانو پر بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه درولي، خو په پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یې بریدونو ته زور وکړی دی.

وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې افغان ځواکونو یې پر ضد عملیات پیل کړي او که دا لړۍ همداسې روانه وي، دوی به هم متقابل عمل وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې پدغه ډول بریونو کې اکثر ملکي وګړو ته تاوان رسیږي او په همدې وجه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې هیواد کې د ولسي تلفاتو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG