د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: ارغنداب کې مو د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژلي


عکس(ارشیف) ارغنداب ولسوالي
عکس(ارشیف) ارغنداب ولسوالي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کندهار ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي دي.

دفاع وزارت نن یکشنبه اپرېل ۴(وري ۱۵) ویلي چې یاد وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: "د ۵ ځانمرګو په ګډون، ۷۵ تنه طالب ترهګر ووژل شول."

بلخوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز يې د وسله والو طالبانو بريد پر شا تمبولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې لسګونو وسله والو طالبانو غوښتل چې د ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره ډله ییز بریدونه وکړي چې په وینا یې د افغان ځواکونو لخوا هدف وګرځول شول چې نن سهار پورې دوام درلود.

د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي هم امریکا غږ ته وویل چې د تیرې شپې په عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ قوماندانان او ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو لخوا په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو ۳۲ کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس افغان ځواکونو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو یو موټر بم هم هدف له رسېدو مخکې له منځه وړی دی او د یوې لویې چاودنې مخه یې نیولې ده.

ویل کیږي چې تیره شپه د ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو غږونه په کندهار ښار کې هم اورېدل شوي دي.

په یاده ولسوالیو کې د جګړو پيلېدو له امله زرګونه کورنۍ هم د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

ارغنداب د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته او زرغونه ولسوالۍ ده چې له تیرو دری میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهده ده.

خپله وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د هوايي بریدونو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG