د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د باسکتبال سیالۍ پیل شوې


په کابل کې د باسکتبال سیالیو یوه څنډه
په کابل کې د باسکتبال سیالیو یوه څنډه

په کابل کې د پولیسو،‌ خصوصي‌ پوهنتونونو او آزادو کلپونو ترمنځ د باسکتبال سیالۍ د کورنیو چارو وزارت او د ورزش د پراختیا د ټولنې لخوا د څلورو لوبډلو ترمنځ پیل شوي‌ چې هدف یې د پولیسو او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي.

د ورزش د پراختیا د ټولنې مشر سید محمود ضیا دشتي‌ امریکا غږ ته وویل چې دوی په دوو برخو کې له پولیسو سره د همکارۍ او د جرمونو د کچې د راټیټولو او د امنیتي ځواکونو لکه پولیسو او اردو ترمنځ د ورزش د پیاوړي کولو لپاره ورزشي پروګرامونه ترسره کوي.

ښاغلی دشتي‌ وايي‌ چې د پولیسو په لیکو کې د ورزش د پیاوړي‌ کولو لپاره په پام کې ده چې د افغانستان په پنخلسو ولایتونو کې په اتو بیلابیلو ورزشي‌ برخو کې سیالۍ په لاره واچوي او لوبډلې به جوړې کړي.

هغه وايي‌"په هغو ولایتونو کې چې امنیتي‌ ګواښونه زیات دي لکه لوګر، خوست، پکتیا،‌ ننګرهار، لغمان، وردګ، غزني کندهار،‌ هلمند، همدا شان په شمالي ولایتونو کې لکه کندز، تخار، بغلان او فاریاب کې مو هم ورزش ته پراختیا ورکړې ده".

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې دغه راز ورزشي پروګرامونه کولای شي د دوی د فزیکي وړتیا لامل شي او له دې سره کولای شي چې له نورو ځوانانو سره خپلې تجربې شریکړې کړي.

د امان الله ارغندیوال په نوم یو لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې هیله لري لا نور هم ورته ورزشي‌ زمینې برابرې شي.

ارغندیوال وايي "د پوهنې وزارت بلخصوص د سپورت له ریاست نه خواهش کوو دغه شان سیالۍ او دغه شان تورنمنتونه په هرو ورزشي‌ برخو کې خاطر د رشد د ورزشکارانو په لاره واچوي".

دوه کاله کیږي چې د پولیسو ترمنځ د ورزشي برخو د پیاوړي کولو پروګرام په افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت او د ورزش د پراختیا د ټولنې لخوا پیل شوی دی ، دغه پروګرام په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا تمویلیږي.

XS
SM
MD
LG