د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اداري اصلاحاتو د مامورانو پر موټر چاودنې پنځه تنه ووژل


په تېرو څو ورځو کې په کابل کې ښار کې پرلپسې چاودنې کیږي
په تېرو څو ورځو کې په کابل کې ښار کې پرلپسې چاودنې کیږي

نن دوشنبه (جون۳) د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې اړوند په دارالامان کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د کارکوونکو او مامورانو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په دغې چاودنې کېه د یاد کمېسیو پنځه مامورین وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.​ چاودنه تر ماسپيښن وروسته یوه بجه او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده.وموړي ویلي چې پ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد هم امریکا غږ ته وویل یاد مامورین چې تر رخصتۍ وروسته خپل کور ته روان وو پر موټر نښلول شوي چسپکي ماین پرې وچاودېده.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د دغه کمېسیون څلور کار کوونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر حیدالله مایار بیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پېښې له ځایه یو مړي او نهه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له ځایه په اخیستل شوو انځورونو کې هم لیدل کېږي چې پر یاد کاسټر موټر د اور لمبې ګرځي.

دا په کابل ښار کې په تېرو نژدې شپږو ورځو کې شپږمه چاودنه ده چې مرګ ژوبله اړوي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د افغاستان د ملي دفاعي پوهنتون پر محصلینو او د جمعې په ورځ د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې پر نړیوالو ځواکونو ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

همدارنګه تېره ورځ د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې هم دریو غبرګو چاودنو دوه تنه ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل. د افغانستان د ملي دفاعي پوهنتون پر محصلینو د ځانمرګي برید او تېره ورځ د دریو غبرګو چاودنو مسؤلیت داعش ډلې او د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې پر نړیوالو ځواکونو د موټر بم برید مسولیت بیا طالبانو اخیستی دی.

خو د نننۍ چاودنې مسؤلیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG