تقریبا په تیرو دوه کلونو کې د سرو زرو بیه په بې ساري ډول زیاته شوي ده. سره زر زموږ د ورځني ژوند برخه نه ده خو په ټولنه کې یو مهم نقش لري او د ډیرو خلکو لپاره سره زر د ښکلا او ټولنیز حیثیت د لوړوالي معني هم لري.
زموږ خبریال وایي چې په کابل کې اوس د پخوا په پرتله ودونه هم کم شوي دي.