د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: د کابل د پاسپورټ ریاست بند دی، مراجعین دې نه راځي 

افغانان د پاسپورت ریاست مخې ته
افغانان د پاسپورت ریاست مخې ته

په کابل کې هره ورځ زرګونه کسان د پاسپورټ ریاست د بندو دروازو تر شا ولاړ وي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د ریاست مشر علم ګل حقاني‌ نن دوشنبه ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) وویل چې د دغه ریاست د فعالیت د بیا پیلولو لپاره یې هر اړخیزې هڅې پیل کړي خو لا هم د وسائيلو له کموالي سره مخامخ دي.

هغه وویل د پاسپورټ‌ ریاست بند دی او سیستم یې غیر فعال دی.

‌د طالبانو حکومت څه موده مخکې اعلان وکړ چې د پاسپورټ ریاست د ځینو وسایلو د خرابېدو له کبله تر نامعلومې مودې بند وي. هغه وخت ښاغلي‌ حقاني‌ ویلي ‌وو چې د مراجعینو د زیاتوالي له کبله د بایومېټریک ماشین له کاره لویدلی دی.

له دې هر څه سره سره بیا هم زرګونه کسان هره ورځ د دغه ریاست مخې ته راټولېږي او کله ناکله یې طالب وسله وال له دې کبله وهي چې ګنې امنیتي خنډونو ته نژدې شوي او یا ترې تېر شوي ‌دي.

هغه له مراجعینو څخه وغوښتل تر څو پورې چې دا ریاست بیا په کار نه وي‌ پیل کړی، نه دې ورځي.

نوموړي وویل چې په ځینو ولایتونو کې د پاسپورټ ریاستونه پرانیستي دي او هره ورځ د ۲۰۰۰او ۳۰۰۰ترمنځ پاسپورټونه وېشل کیږي.

هغه دا خبره هم وکړه چې د پاسپورټ په ریاستونو کې یې د فساد او کمېشنکارانو د مخنیوي هلې ځلې هم پیل شوي دي. نوموړي ‌دا خبره هم وکړه چې یو شمېر هغه کسان یې نیولي دي‌ چې د پاسپورټ په ریاست او د ریاست د باندې یې له خلکو «رشوت»‌ اخیسته.

علم ګل حقاني رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د پاسپورټونو وېش او توزیع به پیل شي. خو ویې نه ویل چې په کابل کې به دا بهیر کله پیلیږي.

XS
SM
MD
LG