د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د 'جمهوریت په لوګو' د پاسپورتونو د بندېدو راپورونه حقیقت نلري


د افغانستان پاسپورت
د افغانستان پاسپورت

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، هغه راپورونه چې ګواکې سر له سبا د (جمهوریت په لوګو) د پاسپورتونو د وېش بهیر بندیږي حقیقت نلري.

طالب چارواکي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نن ځینو رسنیو د پاسپورت ریاست د مرستیال له قوله خبر ورکړ چې سر له سبا د (جمهوریت په لوګو) د پاسپورتونو د وېش بهیر بندیږي.

خو د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لېندۍ ۸ د یادې خبرې په ردولو سره پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "د غه ډول راپورونه هیڅ حقیقت نلري".

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه وویل چې پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوي سفارت ته ولېږل شول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې یاد وزارت به د پاسپورټ د ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بند و، خو طالبانو تر څه کم دوو میاشتو وروسته د اکتوبر پر پنځمه یوازې په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر پيل کړ.

د طالبانو تر اعلان وروسته په کابل کې د پاسپورت ریاست پر دفتر د مراجعینو ګڼه ګوڼه زیاته شوه چې له امله یې دغه کار له خنډ سره مخ کړ او هره ورځ به له ټول افغانستان کې څخه په زرګونو کسانو دغه یوه ریاست ته مراجعه کوله.

په کابل کې د پاسپورت وېشلو بهیر یوازې ۴۰ ورځې دوام پيدا کړ.

د یاد ریاست مسؤلینو د نومبر پر ۱۵مه اعلان وکړ چې د تخینکي ستونزو له امله یې د کابل پاسپورت ریاست د مراجعینو پر مخ تر څو ورځې پورې بند کړی دی.

که څه هم تر دا مهاله کابل پاسپورت ریاست بندېدو شااوخوا ۱۳ ورځې پوره کیږي خو تر دا مهاله یې د بیرته خلاصېدو په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي.

په ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیلېدل

د طالبانو د پاسپورت ریاست تر هغه وروسته لومړی په اوو ولایتونو او تر او په لسو نورو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېشلو اعلان وکړ او له خلکو څخه وغوښتل چې د پاسپورتونو د اخیستلو لپاره خپلو اړوند ولایتونو ته مراجعه وکړي.

د دې سره سره لا هم ګڼ شمېر خلک هیله لري چې په کابل کې د پاسپورتونو وېشلو بهیر له سره پيل شي.

XS
SM
MD
LG