د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې په اړه د کابل د خلکو غږ؛ 'د ترکیې ناسته کې دې پر اوربند توافق وشي'


د کابل والي محمد یعقوب حیدري په یاده غونډه کې وویل چې د سولې خبرو کې د افغانستان د اساسي قانون په ارزښتونو باید معامله ونشي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري په یاده غونډه کې وویل چې د سولې خبرو کې د افغانستان د اساسي قانون په ارزښتونو باید معامله ونشي.

په کابل کې زرګونو کسانو د (سولې په اړه د کابل خلکو غږ) د غونډې پرمهال له افغان حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې د ترکیې په ناسته کې یوې وروستۍ پرېکړې ته درسېدو لپاره پر تلپاتې او یا لنډ مهاله اوربند توافق وکړي.

یاده غونډې چې نن جمعه اپرېل۹ (وري ۲۰) د کابل په غازي لوبغالې کې رابلل شوې وه ګډون کوونکو یې د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ویلي چې د سولې خبرو کې باید د تیرو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي: "په بریالیتوب سره د سولې خبرو د پرمخ وړلو او د افغانستان د جنګ ځپلو خلکو د باور د پیاوړي کولو لپاره، دواړه لوري باید د یاد کنفرانس په لومړي ګام کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې په ټول هیواد کې پر تلپاتې او یا لنډ مهاله اوربند باندې هوکړه عملي او اعلان کړي."

د کابل والي محمد یعقوب حیدري په یاده غونډه کې وویل چې د سولې خبرو کې د افغانستان د اساسي قانون په ارزښتونو باید معامله ونشي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه چې په دغه خبرو کې د بیان، رسنیو او ټاکنو ازادي، د امنیتي سرتیرو، د ښځو حقوق او د بشري حقونو ارزښتونه باید خوندي شي.

هغه وویل: "د خلکو غوښتنه داده چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه له خپلو شخصي او ډله ییزو غوښتونو باید تیر شي او لومړی پر یو سرتاسري اوربند هوکړه وکړي."

د کابل دغه اوسېدونکي پر دا سې مهال په هیواد کې د اوربند او سولې ټینګېدو غوښتنه کوي چې ټاکل شوې تر څو ورځو په ترکیه کې د افغان سولې په اړ کنفرانس تر سره شي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې د ترکیې د ناستې لپاره بشپړه چمتوالی لري او په راتلونکې اونۍ کې به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ورباندې بحثونه وکړي.

ولسمشر غني د ترکیې ناسته د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیمه ییز تضمین د لاسته راوړلو لپاره یو ښه فرصت بللی دی، هغه تضمین چې د نظارت زمینه به برابره کړي.

XS
SM
MD
LG